اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك وئېلي دي ځايې او غېر ملكي سرمايه كارۍ ته وده وركولو او په دې لاره كښې د پېښو خنډانو لرې كولو لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو٬غېر ملكي مېشنز او د اړوندو حلقو ترمينځه د مرس??ې زياتولو ضرورت دے۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د سرمايه كار?? بورډ په اړه د بريفنګ مشري كولو په مهال وكړې۔په دې موقع د خزانې وزيره ډاكټر شمشاد اختر ٬د خزانې سېكتر عارف احمد خان٬د اېف بي آر مشره رخسانه ياسمين٬د سرمايه كار?? بورډ سېكتر محمد جهانزېب خان٬د وزيراعظم اېډېش??ل سېكتر ډاكټر كاضم نياز او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د سرمايه كار?? بورډ سېكتر محمد جهانزېب خان وزيراعظم د ادارې چارو كردار او د سرمايه كارۍ ودې لپاره د اقداماتو څخه خبر كړو۔ده ووئي د ځينې معاملو حل لپاره هڅې روانې دي كومې چې په تير وخت كښې د سرمايه كارۍ او كاروبار په وړاندې خنډان وو۔د سرمايه كار?? بورډ سېكتر وزيراعظم هېواد كښې كاروبار له آسانۍ پېدا كولو لپاره د شوو اقداماتو نه هم خبر كړو۔د سي پېك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو د جوړولو د پرمختګ جاج هم واخستلې شو۔وزيراعظم په دې مهال د سرمايه كار?? بورډ د هڅو ستائنه وكړه۔ده ووئيل ځايې او غېر ملكي سرمايه كارۍ ته وده وركولو او په دې لاره كښې د پېښو خنډانو لرې كولو لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو٬غېر ملكي مېشنز او د اړوندو حلقو ترمينځه د مرس??ې زياتولو ضرورت دے چې دغسې كاروباري ټولنې ته زياتې آسانې وركړې شي او په هېواد كښې د سرمايه كارۍ په وړاندې ولاړ خنډان لرې ك??ی شي۔