نوټنګهم 13 اګست (اے پي پي) د انګلستان ??و د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو ټېسټ مېچونو د سېريز درېم مېچ به د اګست په 18مه نېټه پېل كېږي۔ د انګلستان لوبډلې ټېسټ مېچونو په دې سېريز كښې و??وم??ي دوه مېچونه ګټلي دي?? د دې څخه د هند لوبډلې په ټي ټونټي سېريز كښې د انګلستان لوبډلې ته ماتې وركړې وه او په ون ډے سېريز كښې د انګلستان لوبډلې هند ته ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټېسټ سېريز څلورم مېچ به د اګست په 30مه نېټه او پنځم ټېسټ مېچ به د ستمبر په 7مه نېټه پېل كېږي۔