اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) وفاقي حكومت عام اولس ت?? اسانۍ وركولو لپاره د پټروليم مصنوعاتو بيعې ټيټولو اعلان كړې چې له مخې ئې د هائي سپيډ ډيزل بيعه كښې د 6 روپو 37 پيسو٬ د پټرولو په بيعه كښې د 2.41 روپو او د خا??رو تېلو بېعه كښې د 46 پيسو د ليټر په سر د كمي اعلان كړے ۔ د جمعې په ورځ د فنانس ډويژن لخوا د جاري شوي تفصيلات له مخې وزیراعظم عمران خا?? د اوګرا په سفارشاتو د پټروليم مصنوعاتو بيعه ټيټولو منظوري وركړې ۔ د نوي بيعې اطلاق ??ه د يكم ستمبر څخه كېږي۔ د جاري شوي اعلان له مخې د هائي سپيډ ډيزل نوې بېعه به 106 روپۍ 57 پېسې ليټر ٬ د پټرولو (اېم اېس 92 زون) نوې بېعه به 92 روپۍ 83 پېسې ٬ د خا??رو د تېلو بېعه به 83 روپۍ 50 پېسې ليټر او دغسې د لائټ ډيزل بېعه به 75 روپۍ 96 پېسې وي