اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د پخواني اولس مشر آصف علي زرداي نااهلې لپاره د پاكستان تحريك انصاف په خواست اورېدنه ونه شوه۔ د زيار?? په ورځ په اسلام آباد هائي كورټ كښې كښې اورېدنې لپاره د مقرر شويو مقدمو په ك??زل??ټ كښې د آصف علي زرداري د نااهلې كېس موجود نه و او د دې له ??مله ??ورېدنه ونه شوه۔ د رجسټرار دفتر به كېس بېرته اورېدنې لپاره مقرر كوي او د اسلام آباد هائي كورټ ستر قاضي اطهر من الله ??ه د تحريك انصاف د مشرانو په خواست اورېدنه كوي۔ د يادونې وړ ده چې د پي ټي آئي مشرانو عثمان ډا?? او خرم شېر زمان لخوا په دائر شوي خواست كښې د آصف علي زرداري د ګوند د مش?? او د قومي اسمبلۍ د غړي په توته تاحيات د نااهلې خواست شوے۔ د پي ټي آئي مشرانو په خواست كښې وئيلي دي چې آصف علي زرداري خپلې اثاثې پټې ساتلې دي ځكه هغه صادق او امين نه دې پاتې شوے او د قومي اسمبلۍ د غړي جوړېدو اهل نه دے۔ ځكه هغه دې د آئين د آرټيكل 62 ون اېف له مخې نااهل وګرځول شي