اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصروئېلي دي د كورنيو او بهرنيو خطرو ??قا??لې كولو لپاره قامي يوالې ته اړتيا ده٬د پاكستان قام بهادر قام دے ٬د هر ډول سختو حالاتو په ??قا??له كولو پوهېږي ۔ده دا خبره د شورو په ورځ د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دوهم سپيكر محم??د جان سره د ملاقات پھ مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔په ملاقات كښې د هېواد په سياسي او اقتصادي وضعه٬د قامي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوی۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دا وخت هېواد د يو سخت دور څخه تېرېږي٬هېواد چې د كومو خطرو سره مخ دے د هغې ??قا??لې له قامي يو والي ته اړتيا ده۔ده د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دوهم سپيكر له د قانون سازۍ او تحقيق په څانګو او د صوبائي اسمبلۍ عملې د كار استعداد زياتولو له د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ د اړخه د بش??ړه مرستې باور وركړو۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دوهم سپيكر د صوبائي اسمبلۍ عملې د كار استعداد زياتولو له د قامي اسمبلۍ سپيكر د اړخه د مرستې پھ وړاندېز د هغه مننه كولو سره په ايوان كښې د هغه بې پرې كردار وستائېلو