واشنګټن 23 جولائي (اے پي پي) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د كشمير مسئ??ې حل لپاره د ثالثې وړاندېز كولو سره وئيلي دي كه د كشمير مسئ??ې حل كښې كوم كردا?? ترسره كولې شم نو ډېر به خوشحاله شم٬ ??اك??تان يو عظيم هېواد دے٬ وزيراعظم عمران خان د ??اك??تان ډېر مقبول وزيراعظم دے٬ ??اك??تان د افغانستان د سولې عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم كردا?? ترسره كوي٬زمونږ ملاقات ډېر ګټور و او وزيراعظم عمران خان وئيلي دي هند سره خبرو ته چمتو يو٬ خواهش لرو چې اولس مشر ټرمپ د كشمير مسئ??ې حل لپاره د ثالث كردا?? ترسره كړي٬ ??اك??تان د ترهګرې په ضد جنګ كښې د 70 زره ځانونو قربانۍ وركړې٬ افغان مسئله كوم ??وځ?? حل نه لري٬ افغان مسئله يوازې په خبرو اترو حل كېدې شي٬ مونږ د افغانستان د امن لوظنامې ته نزدې يو۔ تېره ورځ په اوول آفس كښې وزيراعظم عمران خان سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال اولس مشر ډونلډ ټرمپ د كشمير په صورتحال د اندېښنې څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دوه اونۍ وړاندې ئې د هند وزيراعظم مودي سره د ملاقات په مهال د كشمير په مسئله خبرې شوې وې او نرېندر مودي د كشمير په مسئله د ثالث جوړېدو په اړه زما نه پوښتنه كړې وه ځكه چې دا پخوانې مسئله ده۔ اولس مشر ټرمپ ووئيل نرېندر مودي هم د دې مسئ??ې حل غواړي او تاسو﴿عمران خان﴾ هم د دې حل غواړې ۔ په دې لړ كښې به زه د ثالت كردار په ادا كولو خوشحاله شم۔ اولس مشر ټرمپ ووئيل هند به هم د امريكې ثالثي قبلولو ته راضي شي۔ ده ووئيل كشمير يو ښكلې ځائ دے او بايد چې دا ښكلې ځائ پاتې شي۔ امريكائي اولس مشر ووئيل وزيراعظم عمران خان سره په ملاقات كښې د هند او افغانستان په اړه خبرې شوې او مونږ د افغانستان په صورتحال تفصيلي خبرې كړې دي۔ اولس مشر ټرمپ ووئيل د افغان مسئلې د كوم ??وځ?? حل نشتوالي په اړه د وزيراعظم عمران خان خبرې سره 100 فيصده اتفاق لرم٬ د ??اك??تان او هند ترمېنځه ثالثې لپاره هر وخت چمتو يم۔ د دې پخوانې حل طلب مسئ??ې حل لپاره په ثالثې به ډېر خوشحاله شم۔ ده ووئيل ??اك??تان سره زمونږ اړيكې ډېرې مهمې دي٬ زما د ډېرو ښو دوستانو تعلق د ??اك??تان څخه دے۔ ده ووئيل ??اك??تان د افغانستان مسئ??ې حل لپاره مونږ سره بشپړه مرسته كوي٬ امريكا په افغانستان كښې امن راوستلو لپاره ??اك??تان سره كار كوي۔ اولس مشر ټرمپ ووئيل هغه ??اك??تان سره تجارتي او اقتصادي روابط څو چنده زياتول غواړي٬ ??اك??تان په انتهاپسندې قابو موندلو كښې ډېره مرسته كړې۔ هيله ده چې په لنډه موده كښې به د ??اك??تان او امريكې ترمېنځه تجارت زيات شي۔ ده ووئيل ??اك??تانيان صلاحيت لرونكي خلق دي او په نيويارك كښې د ده ډېر ??اك??تاني دوستان مېشته دي ۔ ده ووئيل د ??اك??تان او هند خلق ډېر سمارټ دي۔ بايد په سوئيلي اسيا كښې امن وي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د امريكې بلنه د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ راكړې۔ اولس مشر ټرمپ سره په ښه ماحول كښې خبرې شوې ۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو چ??رو مكمل همغږي شته ۔ امريكا يو طاقتور هېواد دے او په نيمه وچه كښې ئې امن لپاره كردار ډېر مهم دے۔ د اولس مشر ټرمپ په مشرې كښې امريكا ??اك??تان او هند يو بل ته نزدې كولې شي۔ ده ووئيل مونږ هند سره خبرو ته چمتو يو۔ هند سره خبرو لپاره به هر ډول ممكنه هڅې كوو۔ په سوئيلي آسيا كښې امن د كشمير شخړې له امله يرغمال كړې شوې٬ ده ووئېل غواړو چې اولس مشر ټرمپ د كشمير په مسئله د ثالثې كردا?? ترسره كړي ٬ اولس مشر ټرمپ كه دا مسئله حل كړي نو د قام دعاګانې به ده سره وي۔ ده ووئېل ??اك??تان د افغان جنګ په مهال د وړومبي صف د هېواد كردا?? ترسره كړے٬ د افغانستان مسئله كوم ??وځ?? حل نه لري٬ د افغان مسئ??ې حل يوازې د خبرو د لارې ممكن دے۔ ده ووئېل مونږ افغان لوظنامې ته نزدې يو۔ د افغان جنګ له امله د لكونو په شمېر خلق ځپلي شوي ۔ ده ووئېل زمونږ كردار طالبان او افغان حكومت خبرو ته كېښنول دي۔ ده ووئېل د افغان مسئ??ې حل لپاره ډېر مهم دور چلېږي۔ د افغان مسئلې په حل كښې د اولس مشر ټرمپ كردار د ستائنې وړ دے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل په افغانستان كښې د امن او استحكام تر ټولو زياته ګټه د ??اك??تان ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل ??اك??تان د ترهګرې په ضد جنګ كښې د 70 زره ځانونو قرباني وركړې٬ د ترهګرې له امله زمونږ معيشت ته د 150 اربه ډالرو زيان رسيدلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې اولس مشر ټرمپ ووئيل ??اك??تان يو عظيم هېواد دے او ??اك??تانيان عظيم خلق دي۔ په ??اك??تان كښې زما ډېر دوستان شته ۔ دوي ډېر سمارټ او سخت ځانه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې اولس مشر ټرمپ په خوشګوار انداز كښې ووئيل كه ده ته وزيراعظم عمران خان د ??اك??تان دورې كولو بلنه وركړي نو ضرور به ئې قبوله كړي۔ د سپينې ماڼې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم عمران خان او اولس مشر ډونلډ ټرمپ د ترهګرې مخ نيوي٬ دفاع٬ توان او د معيشت پشان په بېلا بېلو چ??رو خبرې كړې۔ اولس مشر ټرمپ د دې خبرې پخلې كړې چې امريكا سوله ايزې اسيا لپاره ضروري حالات پېدا كولو لپاره پوخ عزم لري۔ اولس مشر ټرمپ باور وركړو چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي اقتصادي او تجارتي اړيكې جوړې كړي۔ په اعلاميه كښې د امريكې او ??اك??تان ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو هم ذكر شوے او وئيل شوي په كال 2018م كښې ??اك??تان لپاره د امريكې برآمداتو ريكارډ 2 اربه 80 كروړه ډالرو ته رسيدلي چې ورسره امريكائي وګړو لپاره 10 زره ملازمتونه پېدا شوي۔ امريكا د ??اك??تانو څېزونو لپاره لوي برآمدي ماركيټ دے او د تېرو 15 كلونو نه په زياته موده كښې امريكا په ??اك??تان كښې په پنځو لويو سرمايه كارو هېواد كښې شامله پاتې شوے دے۔