اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص م??ست??الې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزيراعظم او پاك پوځ نړۍ ته پېغام ور??وي چېد كشمير مسئلې هواري سره به منطقه كښې امن راشي٬ زمونږ ځوانانو امن لپاره خپل ځانونه قربان كړي٬ نن شهيدانو او غازيانو ته د پېرزوئنو واړندې كولو ورځ ده۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د جمعې په ورځ د لېفټېننټ ارسلان عالم شهيد په كور كښې د شهيد لوړو درجو لپاره د لاس نيوې نه پس خيريالان?? سره په خبرو كښې كړې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل پاكستان تر ھغې نشي مضبوطېدې تر څو چې كشمير نه وي آزاد شوې۔ دې ووئيل كشميريان د يو مياشت نه زياتې مودې راهسې هند بنديوانه ساتلي٬ تر څو چې د ظلم توره شپه نه وي تېره شوې د پاكستان حكومت ٬ اولس او پوځ به كشميريان?? سره ولاړ وي٬ زمونږ د شهيدانو د مېندو خوېندو او لوڼو حوصلې لوړې او عزم كلك دے۔ دې ووئيل د شهيدانو د كورنيو جذبات د ليدو وړ دي٬ مونږ په دوي وياړ لرو٬ تر څو چې هېواد لپاره دا جذبه موجود ده څوك زمونږ وېښته هم نه شي ازارولې