اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزيراعظم عمران خان قوي او سوكاله پاكستان لپاره سخته خواري كوي٬ د شهباز شريف غېر جمهوري او غېر آئيني غوښتنې نه شي منلې كېدې ۔ نجي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې دې ووئيل مخالفې ډلې د اولس ملاتړ د لاسه وركړې٬ د مسلم لي?? (ن) لارښود شهباز شريف دې اوس څلور كاله ا??تظار وكړي٬ هغ?? به د جمهوري حكومت په ضد په منفي ډنډورو مايوسه شي۔ د بدلون په اړه د شهباز شريف په تبصره خپل غبرګون كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان شهباز شريف ته ووئيل ته وړومبې خپل ګوند كښې بدلون راوله ٬ تاسو پخپله د مسلم لي?? (ن) د سينئر قيادت په لاسو كښې د ګوډا ګي غوندې ئې٬ په ګوند كښې د پرېكړې اختيار نه لرې۔ دې ووئيل د مسلم لي?? (ن) مشران د بليك ميلنګ په طرېقو د اولس خواخوږي ترلاسه كول او سياسي لمبرې جوړول غواړي۔ خو هغ??ي له به دا خبره ياد ساتل پكار وي چې په تېرو ټول ټاكنو كښې اولس هغ??ي رد كړې دي او د پاکستان تحريک انصاف مخلص قيادت له ئې رائے وركړي۔ دې په مخالف ډله زور راوړو چې د پارليمان قانون سازۍ په حقله زمه وارۍ تر سره كړي او د تحريک انصاف د ټاكلې جمهوري قيادت احترام وكړي ۔ دې ووئېل جې كله د مخالفې ډلې مشر په ا??تدار كښې وي نو هغ??ي د پارلمان احترام کوي خو چې كله د اقتدار نه بهر وي په وزيراعظم عمران خان ټكونه كوي ۔خاص مرستيالې ووئېل هر پاکستانې پخوا د (ن ) لي?? د کرپشن نه مايوسه دے او د منفي تږ لارو په شا د حقيقت نه خبر دے۔ دې واضح كړه د پې ټې آئې حکومت به په بدعنوانۍ هيڅ كله سودا اونه كړي ځكه چې وزير اعظم عمران خان مضبوط او خوشحال پاکستان لپاره سخته خواري كوي ۔ فردوس عاشق اعوان و??ئېل د مخالفې ډلې خواهشات به كله تر سره نه شي او هغ??ي په په يقينې توګه د مايوسې سره مخ كېږي ۔ دې ووئېل مخالفه ډله پخپل منې لانډرنګ او بدعنوانۍ پرده اچول غواړي