اسلام آباد 22 دس??بر(اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي و??ير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي چې كنټرول لائن سره د نزدې ابادې تحفظ لپاره په اېل او سي بنكرز جوړولې شي، دې مقصد لپاره د پاكستان حكومت 3 اربه روپې وركوي، په دې پروژه به كار ډېر زر پېل شي. ده دا خبرې د كوټلي آزاد كشمي?? د ??ورې كولو په مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وفاقي و??ير ووئيل چې په كوټلي كښې د هائيډل پروژې په سبب يو ښائسته تالاب جوړ شوے چې ورسره به د سېلګرې غوره موقعې پېدا شي. ده ووئيل چې د آزاد كشمير د اولس د پېسې به حفاظت كوو چې دغسې په دې د آزاد كشمير اولس ته اسانيې ??را??رې كړې شي. ده ووئيل چې د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان اولس ته د روغتيا كارډونه وركولې شي.