اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) خارجه و??ير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د نېشنل کوآرډينېشن کمېټۍ د پرېكړو په رڼا كښې به د وفاق او صو??و ترمېنځه رابطې لا ښه كولې شي٬ دې مقصد لپاره كمانډ اېنډ كنټرول سنټر جوړ كړې شوې او صو??و ته و??يلي شوي چې ھغوي خپل خپل نمائندګان ونوموي، دا کمانډ اينډ کنټرول سنټر به د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ په مشرۍ كښې جوړولې شي۔ شاه محمود قرېشي څوك چې د قامي رابطه كمېټۍ د لوړې كچې غونډه كښې شريك ٶ كومه چې تېره و??ځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې شوې وه حواله و??كولو سره خپل بيان كښې ووئيل په پرونۍ غونډه كښې مهمې پرېكړې شوې، وړومبۍ پرېكړه دا وه چې د وفاق او صو??و ترمېنځه رابطې لا ښې كړې شې، دې مقصد لپاره کمانډ اينډ کنټرول سنټر جوړ كړې شوې ۔ ده ووئيل دا مهال د نړيوالې وباء مخنيوي لپاره زمونږ هېلت وركرز مهم كردار لوبوي او د دوي تحفظ باوري كول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده ٬ دې لپاره پرونۍ غونډه كښې دا پرېكړه شوې چې د دغه و??كرانو حفاظت لپاره به ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ د ټيسټنګ سهولت لا ښه كولو او د زياتولو هم پرېكړه شوې چې ورله مونږ د پي سي آر نوې مشينان اخلو چې ورسره به زمونږ د ټېسټنګ استعداد دوه چنده زيات شي۔ده ووئيل لاك ډاٶن د وخت اهم ضرورت دے چې څوك ترې هم سرعړونه نشي كولې خو مونږ له د لاك ډاٶن سره سره دا خبره هم باوري كول دي چې اولس ته د خوراك څښاك څيزونه په باقاعدګۍ سره ترلاسه وي۔ په غونډه كښې د جمعې لمونځ ادا كولو په چارو هم بحث شوې چې پكښې د صو??و نمائندګان هم موجود وٶ۔ د ټولو رائ معلومه كړې شوه او د الازهر پوهنتون لخوا جاري فتوٰې هم رامخې ته كړې شوې دغسې د مختلف مكتبه فكر د علماﺀ كرامو رائ هم معلومه كړې شوه او متفقه پرېكړه و??وه چې په جوماتونو كښې دې د جمعې اجتماعات محدود وي، د جمعې لمونځ محدود اجتماعاتو لپاره يوازې اعلاميه به كافي نه وي مونږ له به اولس قائل كول وي۔ په غونډه كښې د سعودي لخوا د چيټۍ او په نورو چارو هم غور اوشو۔