اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم قامي سلامتيا لپاره خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه به د صوبو پسره په مشاورت په ر??تلونكو څو ورځو كښې د “سېلف كورنېټين” پاليسي نافذ كوٶ، د دې پاليسۍ نفاذ نه پس به په يوه اوونۍ كښې بهر هېواد كښې ايسار تر 14 زره پاكستانيان بېرته ر??وستلې شي، راتلونكې اوونۍ كښې به د ګلف هېوادونو، امريکې، ماليزيا، بنګله د??ې، عراق او چين څخه د 32 پروازونو د لارې 7500 پاکستانيان بېرته ر??رسولې شي۔ د زيارت په ورځ بهر هېوادونو څخه د پاكستانيانو بېرته ر??وستلو په اړه په تازه صورتحال ميډيا ته د بريفنګ په مهال ډاکټر معيد يوسف ووئيل بهر هېوادونو كښئ ايسار ټول اورسيز پاكستيانيان بېرته ر??تلل غواړي٬ مونږ به د??ي ډېر زر بېرته ر??ولو‘ دغه پاكستانيان چې څنګه په صبر سره ر??ستنېدو لپاره د پاكستان حكومت سره مرسته كوي مونږ ورته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل د لاك ډاٶن نه پس د پاكستان لخوا بهر هېوادونو كښې ايسارو پاكستانيانو لپاره خاص پروازونه پېل كړې شوي‘ تر اوسه شل زره پاكستانيان بېرته ر??رسولې شوې۔ ده ووئېل بهر هېوادونو كښې د ايسارو پاكستانيانو شمېره پرله پسې زياتېږي٬ د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې تر اوسه يو لك لس زره كسان رجسټرډ شوي كوم چې به په ترجيحي بنيادونو پاكستان ته ر??وستلې شي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د ايسارو شوو كسانو بېرته ر??وستلو لپاره د آپرېشن په پېل كښې دوه زره پاكستانيان په اوونۍ كښې هېواد ته ر??رسولې كېدل٬ اوس دا شمېره 7 نيم زره ته ر??ېدلې ۔ ډاکټر معيد يوسف ووئيل د هېلت اېډوائزري له مخې بهر هېوادونو څخه د راستنېدونكې هر وګړي كرونا ټېسټ كېږي٬ اول 48 ساعته قرنطينه كښې د ساتلو نه پس ئې ټېسټ كولې شي ٬ د ټېست رپورټ په منفي راتللو دوي كورنو ??ه لېږلې شي او د مثبت راپور كسان درملنې لپاره خاص روغتونونو ته منتقل كړې كېږي۔ ده ووئيل دا وئيلي كېږي چې بهر هېوادونو څخه ر??ستنېدونكي ټول وګړي كرونا ځپلي دي٬ داسې هر ګز نه د?? ځينې فلاټس كښې خو يو كس هم د كرونا ځپلې نه وي خو په خاص پروزاونو كښې د كرونا ځپليو شمېره تر 40 فيصده د??‘ دا پروازونه د خليج هېوادونونو نه ر??غلي وو٬ د پاکستان خارجه وزارت دا معامله اړوندو هېوادونو سره پورته كوي چې د كرونا ځپلي د لوظنامې له مخې پاكستان ته نه ر??لېږلې كېږي او په لوظنامه دې عملدرآمد باري كړې شي