پېښور 10 جولائي (اے پي پي) په فرنټ لائن د روغتيا كاركنانو تحفظ لپاره د نړيوال بېنك لخوا نړيوال وېډيو كنفرنس وشو چې پكښې په ټوله نړۍ كښې د طب څانګې سره د تعلق لرونكو په خطراتو او د دغې په حل خبرې وكړې. په دې نړيوال كنفرنس كښې د پاكستان وي كيئر پروګرام ستائنه وكړې شوه او د هېلتھ كيئر ورك??ز حفاظت لپاره د پاكستان اقدامات هم وستائل شول. په دې نړيوال كنفرنس كښې ډائرېكټر جنرل هېلتھ ملك محمد صفي د پاكستان نمائندګي وكړه او د پاكستان صورتحال ئې واضح كړو. په كنفرنس كښې د ملګرو ملتونو او د ټ??لې نړۍ څخه د روغتيا څانګې پوهانو ګډون كولو. په كنفرنس كښې ووئيل شول د كورونا وبائي رنځورې په سبب د ټ??لې نړۍ د روغتيا نظام لوي چېلنج سره مخ شوے او دې لپاره څوك هم چمتو نه ؤ. كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ډي جي هېلتھ ډاكټر ملك محمد صفي په خپله وېنا كښې ووئيل پاكستان د روغتيا وزير ډاكټر ظفر مرزا په مشرې كښې پرېكړه كړې جې په فرنټ لائن د كار كوونكو د روغتيا كاركنانو حفاظت ته به د روغتيا په ??ال??سې كښې بنيادي اهميت وركولے شي.