اسلام آباد۔26 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمو?? قرېشي د اتوار په ورځ خپل سعودي همڅنګ شهزاد فېصل بن فرحان آل سعود سره ټېلېفوني تما?? ونيولو۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې خارجه وزير د وزيراعظم عمران خان لخوا د سعودي باچا ش??ه سلمان بن عبد العزيز صحت حوالې سره خېريت وپوښتلو۔ سعودي خارجه وزير د شاه محمو?? قرېشي مننه كولو سره ووئيل چې شاه سلمان د پتې كامياب آپرېشن كولو سره مخ په ښه كېدو دے۔ خارجه وزير شاه محمو?? قرېشي د هغه زر تر زره روغ صحت او د زيات عمر دعا وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو په دغه مهال د كورونا وائرس وبائي ص??رتحال په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير خپل سعودي همڅنګ د پاكستان لخوا د كورونا وباﺀ خپرېدو مخنيوي له د سمارټ لاك ډاؤن په شمول نورو پورته كړې شويو ګامونو نه خبر كړو د كومو په نتيجه كښې چې د كورونا وائرس د خپرېدو شرح كمه شوې او د مړو شرح كښې هم كمې رامخې ته شو۔ سعودي خارجه وزير ووئيل سعودي عربستان كښې هم حالات ښه پلو روان دي۔ خارجه وزير شاه محمو?? قرېشي په دې اوسنيو ورځو كښې د سعودي عربستان په دفاعی تنصیبات د حوثي مليشيا لخوا د ترسره شويو ميزائل بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سر?? د ??اكستان حكومت او اولس لخوا سعودي حكومت او اولس سر?? د ??و والي څرګندونه وكړه۔ دواړو د روان كال په حج هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو د كورونا وبائي ص??رتحال په شمول په نورو سيمه ايزو او د شريكې خوښې په چارو مشاورت جاري ساتلو ته صلاح شول۔