اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تېر وخت كښې د ??رې??نا ګرانو شوو لوظ نامو بوج سره عام وګړې او صنعتي څانګه ځپلې شوې او ګرځينده قرض زيات شوے٬د سبسډي نظام سپيځلے او مستحقينو ته ورسولو ته دې خاص پام لرنه وكړی شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د توان په څان??ه كښې روانو اصلاحاتو كښې د پېشرفت په حقله د جاج اخستو غونډې ته په وېنا كښې وكړه۔وفاقي وزيرانو اسد عمر٬عمر ايوب٬ميا محمد سومرو٬د خزانې صلاحكار ??اك??ر عبداالحفيظ شېخ٬خاص مرستيالو شهزاد قاسم٬نديم بابر او ??اك??ر ثانيه نشتر او نور افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د توان په څان??ه كښې د روانو اصلاحاتو عمل مخ په وړاندې بوتللو او په دې لړ كښې د بېلو اهدافو سركولو لپاره د ټاكلي وخت په حقله وزيراعظم ته بشپړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم غونډې ته په خپل خطاب كښې ووئيل د توان څانګه د لويې بحران سره مخ ده۔ده ووئيل د ??رې??نا ګرانو ګرانو لوظ نامو پيټې نه يوازې عام وګړي بلكې صنعتي څانګه هم ځپلې او د ارزانې ??رې??نا وركولو په هڅه كښې د ګرديشي قرضونو غر اودرولے شوے۔د كومې ټول فشار چې به دولتي خزانه راغلے ۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د سبسډي نظام منصفانه٬سپيځلے او مستحقيقنو ته رسولو لپاره د غوره تګلارې رامخې ته كولو ته خاص پام لرنه وكړئ۔وزيراعظم دا هم ووئيل د ??رې??نا په څان??ه كښې د اصلاحاتو په اړه د ??رې??نا پیداواري ضروريات او د كال پھ مختلفو مياشتو كښې د استعمال د كمي زياتي شرح ?? پیداواري لګښت او د نرخونو په وجه په نورو څانګو د هغې اثراتو پشمول د بېلو برخو تر نظره ساتلو سره تګلارې وټاكئ چې دغسې نه يوازې دا څانګه د بحران نه ويستلې شي بلكې داسې طريقه كار اختيار كړے شي چې ډ تولو څانګو د توان ضروريات په غوره ډول ترسره شي