اسلام آب??د 02 اكتوبر(ا?? پی پی) نېشنل كمانډر اينډ آپرېشن سنټر د كورونا پھ اړه تازه شمېرې جار?? كړې دي ۔د جمعې په ورځ د اېن سي او سي جاري شمېرې له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بېلو برخو كښې د كورونا 625 كسانو ټسټونه مثبت راغلي او 15 كسان په روغتونونو كښې د وائرس له امله مړه شوي۔د تېرو 24 ساعتو پھ مهال د كورونا 31697 ټېسټونه شوي چې پكښې په سندھ كښې 11 زره 689 ٬ پنجاب كښې 11 زره 722 ٬ خېبرپښتونخوا كښې 3 زره 765 ٬ اسلام آب??د كښې 2 زره 228 ٬ بلوچستان كښې 1093 ٬ ګلګت بلتستان كښې 601 او آزاد كشمير كښې 599 ټېسټونه شوي۔تراوسه د كورونا له امله د ښه شوو كسانو شمېره 2 لكه 98 زره 55 ته رسېدلې دغسې كشمير او بلوچستان كښې د كورونا كوم ??م رنځور په وينټي ليټر نشته۔په ټول هېواد كښې د كورونا ايكټو كيسونو شمېره 8 زره 877 ده۔په ټول هېواد كښې د كورونا ځپليو شمېره 3 لكه 13 زره 431 ده۔