اسلام آباد 02 ا??توبر (اے پي پي) پا??ستان په نوګورنو کاراباخ كښې د آرمينيا پوځ په ضد د آذربائيجان ځواكونو سره په ګډه د پاكستاني پوځ جنګېدو په اړه د ميډيا رپورټس رد كولو سره دا بې بنسټه او په ګنګوسو آډانه ګرځولي٬ دا ډول رپورټس او اطلاعات غېر ذمه واره دي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند ز??هد حفيظ چوهدري ووئيل پاكستان د نوګورنو کاراباخ په منطقه كښې د امنيت په خرابېدونكي صورتحال سخت تشويش لري۔ وياند ووئيل د آذربائيجان په سول آبادۍ د آرمينيا پوځ لخوا ګوله باري د غندنې وړ او د افسوس خبره ده۔ وياند ووئيل منطقه كښې امن او سلامتيا ت?? رامخې ته خطرو نه بچ كېدو لپاره به آرمينيا له خپلې كاروائۍ بندول وي۔ د خارجه دفتر وياند ز??هد حفيظ چوهدري ووئيل پاكستان د نوګورونو کاراباخ په اړه د آذربائيجان د موقف ملاتړ كوي ځكه چې د نوګورونو کاراباخ په اړه د آذربائيجان موقف د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د متفقه قراردادونو له مخې دے