اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي په نننۍ ورځ په كشمير قبضه كولو سره هند د ظلم داستان شروع كړے ؤ، كشميريان د 73 كلونو نه د خپل حق لپاره جنګېږي، د لكونو په ش??ېر كشميريان په خپلو كورونو كښې بنديوان شوي، نن د نړۍ په وړاندې د هند اصل څېره څرګنده ش??ې، وزيراعظم عمران خان د سفير په توګه د كشميريانو مقدمه وړاندې كوي. د نهې په ورځ د كشمير تورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د كورنيو چارو وزير اعجاز احمد شاه ووئيل په نننۍ ورځ په كشمير قبضه كولو سره هند د ظلم داستان شروع كړے ؤ، كشميريان د 73 كلونو نه د خپل حق لپاره جنګ كوي، هند كشميريان د دوي په خپله سيمه كښې په اقليت بدلول غواړي، د لكونو په ش??ېر كشميريان په خپلو كورونو كښې بنديوان كړې شوي.ده ووئېل زه نن يو ځل بيا آزاد كشمير او مقبوضه كشمير سره تعلق لرونكو ټولو كشميريانو ته باور وركول غواړم چې تاسو يوازې نه ئئ. زه ټولو كشميريانو ته سلام كوم چې دوي د ظلم په وړاندې سر ټيټ نه كړو او نن 73 كاله تېرېدو نه بس هم دوي خپل حق لپاره هغسې هلې ځلې كوي. ده كشميريانو ته ووئيل هر يو پاكستانے تاسو سره اوګه په اوګه ولاړ دے، مونږ ستاسو د تكليف احساس لرو. ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې او په بې ګناه كشميريانو كېدونكي ظلمونه به په نړيواله كچه تر انصاف ت??لا??ه كېدو په ډاګه كوو. نن د نړۍ په وړاندې د هند اصل څېره بې نقابه ش??ې.داخله وزير اعجاز احمد شاه ووئيل د اګست د پنځمې نېټې 2019 او د دې نه پس اقدامات د هند د آر اې?? اې?? او فاشسټ اې??نډې عكاسي كوي. ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې د اې?? اې?? اې?? نه واخله تر واجپائي او بيا د ګجرات د ظلمونو نه تر مودي ټول اقدامات د يو كمپائن له مخې دي او د هند سېكولر ډرامه هم بې نقابه ش??ې. ده ووئيل مونږ به تر وروستې سلګۍ د كشميريانو وروڼو لپاره غږ پورته كوو. ټول پاكستانے قوم خپلو كشميري وروڼو سره ولاړ دے، مونږ به بريالي كېږو او كشميريان به آزادي ت??لا??ه كوي. ده ووئېل مودي له پېغام وركول غواړم چې كه ستاسو د جبر او ظلم په نتيجه كښې د كشميريانو حوصلې ماتېدې شوې نو نن به هند هلته كرفيو نه لګوله او دا چې هند