اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان صنعتون?? لپاره د لوي ريليف پېكج له مخې دوي ته د ارزانې برېښنا وركولو اعلان كړے او وئيلي ئې دي د نومبر د وړومبنۍ نېټې نه به د وړوكې او مېنځنې درجې صنعتونه په اضافي برېښنا 50 فيصده او لوي صنعتونه به 25 فيصده رعايت ترلاسه كړي. په تېر وخت كښې د ګرانې برېښنا جوړولو لوظنامې شوې چې له امله ئې صنعتونو ته ګرانه برېښنا وركولې شي، دې پېكج سره به صنعتونه وده ومومي، د روزګار موقعې به راپېدا شي او معيشت به وده وكړي، په هېواد كښې ?? كورونا وائرس وباﺀ په شدت كښې اضافه كېږي، وګړي دې په اولسي ځايونو د ماسك اچول باوري كړي، د وباﺀ په دو??م پړاٶ كښې به كاروبار او صنعتونونه نه بندوو. وزيراعظم دا خبرې صنعتون?? لپاره د لوي ريليف پېكج اعلان كولو په مهال وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل صنعتون?? لپاره د پېكج اعلان كوو كوم چې صنعتكار?? لپاره زېرے دے. ده ووئيل په پاكستان كښې د هند او بنګله دېش په مقابل كښې 25 فيصده ګرانه برېښنا وركړے كېږي او د دغې په نتيجه كښې مونږ د برآمد??تو په څانګه كښې د خپلو ګاونډيانو هېوادونو مقابله نه شو كولے. ده ووئيل په تېر وخت كښې د ګرانې برېښنا جوړولو لوظنامې شوې وې او له امله ئې صنعتونو ته ګرانه برېښنا وركولې شي. ده ووئيل د ګرانې برېښنا له امله زمونږ صنعتونه سخت صورتحال سره مخ دي، د هېواد برآمدات د ګرانې برېښنا له امله كم شوي او دا د 25 اربه ډالرو نه 20 اربه ډالرو ته راغلي. ده ووئيل كله جې برآمدات زيات وي نو د دې په نتيجه كښې دولت زيات شي، د هېواد معيشت او د روپې قدر مستحكم شي. ده ووئيل د صنعتي عمل پرمختګ سره د روزګار موقعې راپېدا كېږي، صنعتي څانګې لپاره يو پېكج جوړ كړے شوے. حكومت وړاندې هم برآم?? كوونكو ته پېكج وركړے ؤ، په برآمد??تو كښې اضافې لپاره ټول ضروري اقدامات كوو. ده ووئيل د دې پېكج له مخې به د نومبر د وړومبې نېټې نه د وړوكې او مېنځنې درجې صنعتونه په اضافي برېښنا 50 فيصده او لوي صنعتونه 25 فيصده رعايت ترلاسه كړي. صنعتي څانګې لپاره به كوم پيك آور نه وي. ټول صنعتونه به راتلونكو درېو كلون?? لپاره په رعايتي نرخونو برېښنا ترلاسه كړي. ده ووئيل هيله ده دې پېكج سره به برآمدات زيات شي. ده ووئيل د اوسني حكومت اقدام??تو په نتيجه كښې د ګاډو خرڅېدل زيات شوي، د تعميرات څانګه مخ په وړاندې تللې. ده ووئيل روزګار وركول د حكومت ذمه واري ده، روزګار ترلاسه كېدو سره به غربت كم شي. دوزيراعظم ووئيل ?? كورونا وائر وباﺀ له امله د خدم??تو څانګه تر ټولو زياته ځپلې شوې، رستورانونو، شادي هالونو او سېلګرې ته زيان رسېدلے. وزيراعظم عمران خان ووئيل په هېواد كښې د صنعتونو وده ضروري ده ځكه چې دې سره دولت پېدا كېږي. د قرضونو ستنول?? لپاره به استعداد زيات شي. ده ووئيل ?? كورونا وائرس وباﺀ نه پس د هېواد په برآمد??تو كښې اضافه خوشبينه ده ځكه چې ?? كورونا وائرس د وبا په وجه په نړيواله كچه معيشتونه ځپلي شوي. ?? كورونا وائرس نړيوالې وباﺀ له امله ټوله نړۍ د سخت وخت نه تېرېږي. په نړۍ كښې ?? كورونا وائرس د وبا دو??م پړاٶ پېل شوے. په پاكستان كښې هم كېسونه زيات شوي. اولس ته خواست دے په اولسي ځايونو د ماسك استعمال باوري كړي. ده ووئيل د هند پشمول په نورو هېوادونو كښې ?? كورونا وائرس زيات خپور شوے، خو په پاكستان كښې د الله په كرم حكومت دانشمندانه پرېكړې كړي او په نتيجه كښې ئې صورتحال قابو شوے خو كه بې پروائي وكړې شوه نو وبا به بيا خپره شي او هېواد ته به زيان ورسي. ده ووئيل ?? كورونا وائرس د وباﺀ په دو??م پړاٶ كښې به كاروبار او صنعتونه نه بندوو. د صنعتونو پايه به د اېس او پيز له مخې چلېږي. وزيراعظم صنعتون?? لپاره په پياوړي پېكج جوړولو خپلې معاشي ډلې له مباركي وركړه. په دې موقع وفاقي وزيرانو اسد عمر، عمر ايوب او د خزانې سلاكار عبدالحفيظ شېخ هم وېنا وكړه.