اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وئيلي دي چې وزیر اعظم عمران خان به استعفی وركړي او نه به حكومت ختم شي۔ اپوزيشن د لانګ مارچ او استعفاګانو دړكو سره په حكومت د فشار اچولو ناكامه هڅه كوي۔ 5 كلنه موده ترسره كول زمونږ جمهوري حق دے او دې نه به چرته په شا نه شؤ۔ ??غه د اتوار په ورځ ګورنر هاؤس كښې د تحريك انصاف د پنجاب اسمبلۍ غړو پلاوي سره خبرې كولې۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ګورنر ??وئ??ل د اپوزيشن د جلسو سياست د لاهور په شمول د ګرد پاكستان وګړو مسترد كړے دے۔ ??غه ??وئ??ل هېواد ته د پېښو ستونزو بنيادي سبب د پخوانو واكمنو د اربونو ډالرو قرضې اخستل ٬ كرپشن او نورې مسئلې دي۔ ولې مونږ اولس سره لوظ كړے دے چې دوئي ته به كرپشن ٬ ګرانۍ او بېروزګارۍ نه نجات وركوؤ۔ ??غه ??وئ??ل د اپوزيشن ذمه واري دا ده چې ??غه د سازشونو كولو په ځائې كال 2023ﺀ كښې د كېدونكو ټول ټاكنو انتظار وكړي۔ بيا چې اولس خپل طاقت سره څ??ك خوښوي ??غه به وټاكي۔ ??غه ??وئ??ل وزيراعظم به تر كال 2023 وزیر اعظم وي او حكومت به د پاكستان تحريك انصاف وي۔ ??غه زياته كړه چې اپوزيشن ته به د ناكامۍ نه سوا بل څه ترلاسه نه شي