فېصل آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي پارلماني سېكرټري ميا فرخ حبيب وئيلي دي چې پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح ورثه او زمونږ عظيمه سر??ايه ده، مونږ ټولو ته به د دې حفاظت لپاره خپلې ذمه وارې ترسره كول وي. د جمعې په ورځ په خپل دفتر كښې د قائداعظم د زېږون ورځې او د كرسمس كېك پرې كولو دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې حكومت د قائداعظم پاكستان د د كرپشن نه پاكولو لپاره هڅې كوي. ده ووئيل چې مونږ د كرسمس په خوشحالې كښې مسيحي ټولنې سر?? شريك يو. ده ووئيل چې زمونږ نوے نسل به زمونږ د مشرانو پ?? لارښونه كښې د قائد پاكستان قوي او روښانه جوړوي. ده ووئيل چې په دې وطن كښ?? مېشته ټول اقليتونه مكمل آزادي لري او تحريك انصاف به د اقليتونو حقونو تحفظ لپاره كوم كسر نه پرېږدي. په دې موقع د مسيحي ټولنې كسان او د پي ټي آئي غړي په لويه شمېره موجود وو. د دې نه پس د مسيحي ټولنې په كسانو كښې د كرسمس ډالې هم وويشل شوې.