اسلام آباد۔18جنوری (اے پی پی) د سېنېټ د نشائي توكو مخنيوي قائمه كمېټۍ غونډ?? كښې پاك افغان پولې ته نزدې د قاچاق د مخنيوي فورس تعيناتولو صورتحال او قومي اسمبلۍ كښې د رانا ثناﺀ الله د بنيادي حقونو پشمول د نورو چارو جاج واغستلے شو۔ د ګل په ورځ د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سېنېټر سردار محمد شفيق ترين په مشرۍ كښې وشوه۔ دغونډې په مهال د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل د رانا ثناﺀ الله په كېس كښې دې كومه داسې تګلاره خپله ?ادا_کرتا_ہے۔/121432.html">?ړې شي چې ورسره د چارو په سمه توګه او د قانون له مخې جاج واغستلے شي۔ سېنېټر لېفټېننټ جنرل (ر) عبدالقیوم ووئيل اختيارات دې د هېواد او قام ګټې له وكارولې شي ٬ چاسره بايد زياتې ونه شي۔ سېنېټر محمد جاوېد عباسي ووئيل پارليمان قانون سازي كوي او لاندې كار كونكې ادارې خپل اېس او پيز جوړوي۔ د رانا ثناﺀ الله د معاملې سپېځلې تحقيقات ضروري دي۔ د قائمه كمېټۍ په غونډ?? كښې سېنېټر سيمي ايزدي د معاملې بشپړ جاج واغست۔ سېنېټر سیمی ایزدی ووئيل د هېواد په پولو د نشائي توكو په قاچاق قابو موندل د اړوندو ادارو ذمه واري ده۔ د نشائي توكو كارول تر تعليمي ادارو خپور شوي ۔ نشائي توكي هر ځاے كښې په آسانۍ سره ترلاسه كېږي۔ اے اېن اېف سره د فنډز او عملې كمے دے۔ د بھرتۍ عمل دې زر تر زره ترسره كړے شي او د فرانزك لېب شمېره دې ښه ?ادا_کرتا_ہے۔/121432.html">?ړې شي۔ د نشائي توكو مخنيوي سېكرټري كمېټۍ ته ووئيل په نشائي توكو قابو موندلو په حقله 2019ء كښې يوه پالېسي جوړه ?ادا_کرتا_ہے۔/121432.html">?ړې شوې۔ هغه ووئيل يو كونسل چې مشري ئې وزيراعظم په خپله كوي هغه هم د معاملات جاج اخلي۔ هغه ووئيل په وفاقي او صوبائي كچه هم كمېټۍ جوړې ?ادا_کرتا_ہے۔/121432.html">?ړې شوي۔