اسلام آباد 21 جنوري(اے پي پي) خارجه و??ير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د اېشياء کوآپرېشن ډائيلاګ(اے سي ډي) د غړو هېوادونو ترمېنځه د روابطو ودې له د سيمه ايزو روابطو روډ مېپ باندې عملدرامد باوري كولو ته اړتيا ده ۔ دا خبرې وفاقي وزر د زيارت په و??ځ د اسياء کوآپرېشن ډائيلاګ 17مې غونډې ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې كړې ۔ خارجه و??ير ووئيل اے سي ډي د غړو هېوادونو د شريكې خوښې په چارو مذاكرات لپاره هم فو??م جوړ شوے ٬ مونږ له د كرونا نړيوال وبائي چېلنج مخنيوي او د كال 2030 د اېجنډې له مخئ د اوږدې مودې پرمختيائي هدفونه سر كولو او د يو بل د تجربو نه د زده كړې او مشترکه هلې ځلې كولو ته اړتيا ده۔ خارجه و??ير ووئيل د كرونا په ضد د اقداماتو په اړه د پاكستان تجربې شيئر كولو ته چمتو يو٬ ضرورت د دې خبرې دے چې د كرونا په لړ كښې واكسين ترلاسه كولو دې ټولو له ممكن كړے شي۔ ده د سېلګرۍ پحقله د اے سي ډي د اېجنډے بشپړ ملاتړ كولو سره ووئيل نوې اقدام سره به د اے سي ډي غړو هېوادونو ترمېنځه سېلګري وده ومومي۔ ده د اے سي ډي غړو هېوادونو ترمېنځه د روابطو ودې لپاره د سيمه ايزو روابطو د اړوند روډ مېپ 21-2020 د عملي كولو په ضرورت زور راوړو۔ شاہ محمود قرېشي د روابطو ودې پحقله د شريك وركنګ ګروپ د اېګزېټو کمېټي ابتدائي غونډه زر د رابللو اعلان وكړو۔ ده ووئيل پاکستان د اے سي ډي و??ن له مخئ په ايجنډا 2030 او انقرہ ډيکلريشن بشپړ باور لري او پاكستان كوېت كښ?? د ??ے سي ډي د مستقل سېكټرېټ جورولو هركلے كوي۔ خارجه و??ير شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د اے سي ډي په باني غړو كښ?? د ??مېرلے كېدو له امله دې فو??م ته خاص اهميت وركوي