اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د ټولو مذهبونو منونكو زړونه ازورلو مخنيوي له د قانوني ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ترهګري او انتها خوښي كوم مذهب نه لري۔ د رائې آزادۍ سره څرګندونې په بهانه د ناموس رسالت سپكاوي سره د يو نيم ارب مسلمانانو زړه ازرولې شي۔ اسلامو فوبیا سره د مذهبونو ترمينځه كركه سوا كېږي ٬ اسلام?? نړۍ له به يو موټي كېدو سره اجتماعي هڅې كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اسلامي مرستې تنظيم غړو هېوادونو سفيرانو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل په نړۍ كښې د اسلامو فوبيا مسئله كښې د وړاندې په مقابله كښې زيات تشدد رامخے ته شوے دے۔ ما د وزیراعظم جوړېدو نه ورسته د اسلام?? نړۍ او ??وئ??ديزې نړۍ ترمينځه د زياتېدونكي خليج كمولو هڅه كړې۔ وزیراعظم ووئيل اسلام?? نړۍ د بني كريم ﷺ په ناموس كښې سپكاوې زغملے نه شي او ??وئ??ديز دا آزادۍ سره د رائې څرګندونه ګڼي۔ ??وئ??ديزه نړۍ په دې حقله د مسلمانانو په جذباتو او مسلمانان د ??وئ??ديز هېوادونو په ذهن نه پوهیږي۔ ??وئ??ديز ته دا معلومه نه چې مسلمان د خپل نبي كريم ﷺ څومره احترام كوي۔ وزیراعظم ووئيل اسلام?? نړۍ ??وئ??ديز د خپلو احساساتو او جذباتو نه خبرولو له كوم كوټلې هڅه نه ده كړې۔ ??وئ??ديز لپاره د مذهب تصور زمونږ د تصور نه ډېر مختلف دے۔ د بده مرغه څه موده وروسته د سپكاوي كومه پېښه رامخې ته كېږي چې په ضد ئې ټوله اسلام?? نړۍ كښې احتجاجونه كولې شي۔ په دې ??وئ??ديز مسلمانان تنګ نظر ګني او دا چې دوئي د آزادۍ سره د رائې څرګندونې قائل نه دي۔ وزیراعظم ووئيل ما هڅه وكړه چې اسلامي مشرتابه په دې مسئله متحد كړم او مونږ په ګډه ??وئ??ديز او د اروپائي هېوادونو لارښود په دې خبره پوهه كړو چې زمونږ د نبی کریم ﷺ ناموس او تکریم كوم ډول معامله ده او دا چې د رائې آزادۍ سره د څرګندونې په بهانه مونږ ناموس رسالت كښې كومه ګستاخي زغملې نه شؤ۔ مونږ له به مغرب په دې خبره پ??هو?? وي چې ترهګري اسلام سري هېڅ تعلق نه لري۔ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ كوم مذهب نه وي۔ د شدت خوښۍ اسلام سره تړلو سره مسلمانان په نړيواله كچه ځپلې شوي۔ وزيراعظم ووئيل كومه ټولنه په انتها خوښو پیژندلې نه شي۔ په مغرب كښې كه يو مسلمان د ترهګرۍ په كومه پېښه كښې ككړے وي نو ټولو مسلمانان د دې ذ??ه وار ګرځول سم نه دي۔ مونږ له به مغرب پوهه كول وي چې ځانمرګې بريدونه اسلام سره هېڅ تعلق نه لري۔ وزیراعظم ووئيل او آئی سی بايد په نړيواله كچه شعور بېدارولو له خپل كردار ترسره كړي او د اسلام صحيح تشخص او د امن پېغام رامخے ته كړي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د مذهبونو ترمينځھ همغږۍ له هڅې كوي۔ اسلامو فوبيا سره د مذهبونو ترمينځھ كركه پېدا كېږي او د مذهبونو ترمينځه تفاهم ته زيان رسي۔ د اسلامي هېوادونو سفيرانو د اسلاموفوبيا په ضد د وزيراعظم د هڅو ستائنه وكړه