اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د هېواد بقا لپاره معيشت سره سره انتخابي اصلاحات هم ډېر ضروري دي، په جمهوري توګه مخ په وړاندې تللو لپاره داسې انتخابي نظام ضروري دے په كوم چې ټول اتفاق ولري. د نهې په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې وفاقي وزير ووئي?? پاكستان ډېرو چېلنجونو س??ه مخ دے، د هېواد پرمختګ لپاره د دې چېلنجونو نه تېرېدل ضروري دي. ده ووئيل كه پاكستان يو خوا معاشي چېلنجونو س??ه مخ دے نو بل خوا د كال 1970م نه تر اوسه كومې داسې ټاكنې نه دي شوې چې متنازعه نه وي. ده ووئيل د هېواد بقا لپاره معيشت سره سره انتخابي اصلاحات هم ډېر ضروري دي، په جمهوري توګه مخ په وړاندې تللو لپاره داسې انتخابي نظام ضروري دے په كوم چې ټول اتفاق ولري