اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي ) حكومت غوره تګلاري په سوب هېواد كښې د فعاله ټيكس وركونكو شميره په تاريخي توګه زياته شوې ، دا مهال نزدې 2.5 مليونه كسان د كال انكم ټيكس جمع كوي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده و??ئيل حكومت د هېواد معيشت كښې استحكام او ښه والي راوستلو له لوظي دے، د روان مالي كال په مهال د معيشت مثبت علامات ليدلي شوي۔ ده و??ئيل ترسيلات زر او په ټيكس وصولي كښې د زياتوالي په وجه بنيادي توازن به سرپلس بدل شوے۔ده و??ئيل حكومت ته په 2018 ء كښې د هېواد معيشت انتهائي غير يقيني صورتحال كښې په ورثه كښې پاتي ؤ چې له امله ئې د ضرورت نه زيات خرڅونه كم كړې شوي ۔ده و??ئېل د محصولات وصولولو كښې زياتوالے ، ټيكسونو كښې لويه استثنيٰ ختمول او درآمدات حوصله ماتول?? لپاره سختي پاليسۍ خپلي كړې شوي۔ اسد عمر ووئيل د كورون?? وائرس وبا په مهال حكومت معاشي نظام متحرك ساتل?? لپاره د سمارټ لاك ډائون پالېسي معارفې كړې او د پاكستان معاشي صورتحال د نورو هېوادونو څخه ښه دے۔ده و??ئيل د كورون?? وائرس باوجود غير ملكي ترسيلات زر كښې د زياتوالي رجحان رامخي ته شوے كوم چې د پاكستان په معيشت د باور عكاسي ده۔ ده و??ئيل برآمدات كښې هم زياتوالے راغلے ،د حكومت ښه پاليسو په وجه يو پلو د وبائي رنځ مخنيوي او په هغي قابو موندلو او بل پلو معاشي بحالي ته يو ډول پام لرنه شوې ۔ده و??ئيل د پاكستان معاشي ډھانچه مستحكم ده ځكه چې حكومت د توان بحران ختمولو ته پام لرنه كړې ۔ د يوي پوښتني په ځواب ده و??ئيل وزيراعظم عمران خان يواځنے لارښود دے چا چې د كراچۍ مسئلې رامخي ته كړي او د نظرانداز شوي ښار ښېګړي لپاره ئې مړنۍ پريكړې كړي۔ده و??ئيل وفاقي حكومت عزم لري چې په سختو حالاتو كښې به د كراچۍ اولس يواځي نه پريدې۔ده و??ئيل وزيراعظم عمران خان په ګرانۍ قابو موندلو له ګامونه پورته كوي او ډير زر به اولس ته ريليف ترلاسه شي