نيويارك 19 مئي (اے پي پي)په فلسطين ا?? مقبوضه بېت المقدس د اسرائيل وحشيانه جارحيت او د ظالمانه بريدونو له امله په را??ېدا شوي صورتحال خبرو اترو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه (نن) د زيارت په ورځ ??يويارك كښې كېږي كومه چې د او آئي سي چيئرمېن ا?? عرب ليګ مشر په مشتركه درخواست رابللې كېږي۔ په دې لړ كښې د او آئي سي چيئرمېن عبدالباري او د عرب ليګ د مشر سفيان مموني چيټۍ د لاسليك كولو سره د عمومي اسمبلۍ صدر وولکن بوزکير ته وركړې او د دې نه پس صدر تېره ورځ ?? غونډې رابللو اعلاميه جاري كړې۔ “د مينځني ختيز صورتحال” او د ” فلسطين پوښتنه” په سر خط دې غونډه كښې به د پاكست??ن پلاوي مشري خارجه وزير شاه محمود قرېشي كوي څوك چې د وزيراعظم عمران خ??ن په خاص امر د فلسطين ملاتړ لپاره سفارتي مشن له هلې ځلې كوي ۔ د عمومي اسمبلۍ د صدر وياند د نيوز بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د فلسطين په صورتحال خبرې اترې به په نننۍ كېدونكې غونډه كښې كېږي خو تر اوسه يو قرارداد هم نه دې جمع شوے۔ د عمومي اسمبلۍ دا غونده په داسې وخت كښې كېږي كله چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د فلسطين ا?? حماس ترمېنځه د جنګ بندۍ په مطالبه اعلاميه جاري كېدو كښې ناكام راغلے او په دې لړ كښې د سلامتي كونسل څلور غونډې شوي او يوه شريكه اعلاميه هم نه ده جاري شوې