اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د ماحولياتو خاص مرستيال ملك امين اسلم د اپوزيشن ګوندونو ته وړاندېز كړے چې د پاكستان سباٶن او راتلونكو نسلونو لپاره دې ميثاق ماحوليات وكړے شي، سږ كال د نړيوال بانك په مرسته به په جولائي كښې د ځنګلاتو تحفظ لپاره د 12 لكه ډالرو په لګښت سره پروژې پېل كولې شي، دې سره به د ځنګلاتو تحفظ لپاره د نوكرو موقعې پېدا شي، نړۍ د ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره د پاكستان هڅې ستائيلې دي. پھ پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ ﴿پي آئي ډي﴾ كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال د?? وئيل چې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل، د چين صدر، د برتانيې وزيراعظم، د نړيوال اقتصادي فورم صدر، د ماحولياتو په اړه د ملګرو ملتونو د ادارو مشرانو پشمول د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع په پاكستان كښې د دستورې په مهال په خپلو پېغامونو كښې د پاكستان لخوا د ماحولياتو په اړه د شويو اقداماتو ستائنه كړې او دې سره په نړۍ كښې د پاكستاني بېرغ او شين پاسپو??ټ عزت زيات شوے. هم دا نوے پاكست??ن دے. ده ووئيل چې د پاكست??ن د 10 ارب سونامي ټري پروژې ستائنه كولو سره نړيوالو مشرانو وئيلي دي چې پاكست??ن د ماحولياتو بهترې لپاره د مشرې كردار ترسره كوي. ده ووئيل چې په دې دستوره كښې د الم??ن د ماحولياتو وزير په خپله ټيليفون كولو سره د ګډون كولو خواهش څرګند كړے و. الم??ن د نېچر بانډ په اړه مونږ لپاره هم هېواد دے، په دې لړ كښې خبرې روانې دي. ده ووئيل چې دا پاكستان لپاره ډېره د اعزاز خبره ده چې نړيوالو مشرانو د پاكستان لخوا شوي اقدامات او د عمران خان عزم ستائيلې. ده ووئيل چې هغه د اپوزيشن ګوندونو ته بلنه وركوي چې راځي د خپلو نسلونو فكر وكړو، ټولو ګوندونو ته د ماحولياتو د ميثاق كولو وړاندېز كوو.