اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د شجر کاري كمپائن په لړ كښې په نتھياګلي كښې د پائن بوټې نال كړو٬ وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ نتھياګلي كښې د پائن بوټي نالولو عكسونه هم ټويټ كړي۔ په دې موقع ده ووئيل د پائن بوټې نالول زمونږ د پشكال د شجركارۍ د كمپائن برخه ده٬ وزيراعظم ووئيل غواړم چې ټول قام هېواد شين جوړولو كښې برخه واخلي۔ وزيراعظم عمران خان د دې نه وړاندې هم په بېلو موقعو كښې خپل ټويټس كښې وګړي او په خاص ت??ګه ځ??ان??ن د شجركارۍ په كمپائن كښې برخه اخستو لپاره فعال كول٬ په دې ټويټس كښې ده د حكومت د بېليون ټري سونامي منصوبې٬ كلين اېنډ ګرين پ??كس??ان اقدام او په هېواد كښې د پشكال د شجركاۍ حواله وركړې۔ په يو ټويټ كښې ده ووئيل غواړم چې پ??كس??انيان په خاص ت??ګه ځ??ان??ن د بوټو نالولو زمونږ د تاريخ لوي كمپائن لپاره ځان چمتو كړي٬ وزيراعظم د مټه سوات او بھکر عكسونه او وېډيو هم ټويټ كړي چې پكښې د بېليون ټري سونامي شجركارۍ كمپائن او كلين ګرين پ??كس??ان كمپائن له مخې زمكه شنه كولو كښې بدله كړې شوې۔ ده د جولائي په 20مه نيټه خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې ګرين پ??كس??ان راتلونكي نسل لپاره دے۔