ليك : ډاكټر سعيد احمد علي
پښتو ترجمه: محمد عامر آفريدي
په كال 1979م كښې په ??فغ??نستان د پخواني شوروي اتحاد د بريد نه پس د ??فغ??نستان لويه آبادي په كډه كولو مجبوره شوه او د پناه اخستو په خاطر پاكستان ته راغله. د هغه وخت نه واخله تر دې دمه په ??فغ??ن كډوالو كښې زياتره اوس هم په پاكستان كښې مېشته دي، دوي د??ته ودونه وكړل او په پاكستان كښې د دوي كوچنيان را ستر شول.
په پاكستان كښې يو حكومت هم دا ??فغ??ن كډوال يوازې نه دي پرېښزدي او تل ئې دوي له د ژوند بنيادي ضروريات وركړي، د دوي نوو نسلونو له پناه وركړې شوې، دوي له خوراك وركړے شوے، د روغتيا او تعليم اسانۍ وركړې شوي.
د پاكستان تحريك انصاف ﴿پي ټي آئي﴾ مركزي حكومت او د خېبر پښتونخوا حكومت هم نه يوازې د ??فغ??ن ځوانانو معياري تعليم بلكې دوي لپاره د اوسني وخت ضرورت له مخې هنري زده كړو لپاره هم خاص اتنظامات كړي چې دغسې دوي كله هم د دې ځاے څخه چرته هم لاړ شي چې په عزت سره ژوند تېر كړے شي.
حكومت د بشري وسيلو د پرمختګ او د ??فغ??نانو ترمېنځه د مرستې په خاطر يو مه?? كردار ترسره كړے چې دغسې دا ځوانان هنر زده كړي او په وظيفه اي توګه ئې تربيه وشي، هم دغسې حكومت د دوه ګاٶنډيانو اسلامي هېوادونو د اولسونو ترمېنځه روابط زياتولو لپاره هم مه?? كردار ترسره كړے.
د پاكستان د لوړو زده كړو كميشن ﴿اېچ اي سي﴾ د شمېرو له مخې د پاكستان حكومت ??فغ??ن ځوانانو ته د لكونو ??ه شمېر د ” علامه محمد اقبال ” سكالرشپس ﴿وظفيه﴾ وركوي چې دغسې د معياري تعليم د لارې د دوي د كار استعداد زيات كړے شي.
په دې وروستيو كښې حكومت ??فغ??ن زده كوونكو لپاره د وظيفه اي تعليم په څانګو كښې د 3000 نه د زياتو وظيفو ﴿سكالرشپس﴾ اعلان كړے شوے چې پكښې طب، كركيله، بيالوجي، انفارمېشن ټېكنالوجي، كېمسټري، اكنامكس، انجنيئرنګ او د مېنجمنټ سائسنز څانګې شاملې دي.
??فغ??ن زده كوونكو سره د سكالرشپس سكيم له مخې انډرګرېجوېټ او ګرېجووېشن پروګرامونو چې پكښې بي اېس، اېم اېس/ اېم فل او پي اېچ ډي شامل دي، لپاره د ټيوشن فيس سره سره نوره ضروري مالي مرسته هم كېږي او د دستاوېز له مخې په دې مالي مرسته كښې بنيادي ضروريات، بورډنګ او د كتابونو اخستل شامل دي.
د دستاوېز له مخې د دې سكالرشپس سكيم مقصد ??فغ??ن زده كوونكو ته هم د تعليم هغه برابرې موقعې وركول دي كومې چې پاكستانو زده كوونكو ته وركولې شي.
يو ??فغ??ن زده كوونكي حضرت الله كوم چې په علامه اقبال يونيورسټۍ كښې د پروګ??ام څخه استفاده كوي، اے پي پي ته ووئيل د هغه هېواد وال زده كوونكي په پاكستان كښې معياري زده كړې كوي.
هغه باور لري چې كله دا زده كوونكي په پاكستان كښې د زده كړو ترسره كولو نه پس خپل هېواد ته لاړ شي نو دوي به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو د ښه والي سبب وګرځي.
دا ??فغ??ن زده كوونكي په پاكستان كښې په تعليمي څانګه كښې ښه كاركردګي ښاېئ. يو ??فغ??ن زده كوونكي محبوب الرحمان د مردان د انټرمېډيټ اېنډ سېكنډري اېجوكېشن د كال 2020م د بورډ په امتحان كښې دوهم پوزيشن ترلاسه كړے. هغه په 1100 نمبرو كښې 1090 لمبرې ترلاسه كړي.
اے پي پي سره په ټيليفوني خبرو كښې محبوب الرحمان ووئيل هغه د پاكستاني حكومت او د ځائي ښوونكو مننه كوي د كومو په سبب چې هغه د دې لوئې كاميابې ترلاسه كولو جوګه شو. ده ووئيل د هغه پلار په ځائي ماركيټ كښې مېوه دانه خرڅوي او ما د بورډ په امتحان كښې پوزيشن ځكه ترلاسه كړے چې د خېبر پښتونخوا حكومت هغه ته موقعې وركړي. ده ووئيل د تعليم او هنري زده كړو په مهال د تعليمي ادارو ښوونكو او عملې كله هم د پاكستاني او ??فغ??ني زده كوونكو ترمېنځه فرق نه دے كړے. ده ووئيل تعليم يافته كول په رښتينې توګه د ??فغ??نستان سباٶن دے، دوي به د امن برقراره ساتلو او د خپل هېواد په بيا رغونه كښې مه?? كردار ترسره كړي.
د پنجاب د ميانوالي ضلعې د ګډوالو په كلي كوټ چندانه كښې يوې 49 كلنې ??فغ??ن ښوونكې هم په كال 2015م كښې د ملګرو ملتونو ﴿يو اېن﴾ ننسن ايوارډ ترلاسه كړے و. هغې دا ايوراډ د پرائمري اېجوكېشن پروګ??ام له مخې د پاكستاني حكومت لخوا د انجونو په جوړ كړي شوي سكول كښې د زرګونو ??ه شمېر ??فغ??ن انجونو ته د ښوونې په نتيجه كښې ترلاسه كړے ؤ.
په پاكستان كښې د كډوالو تعليمي پروګ??ام ﴿آر اي پي﴾ يو رپورټ له مخې د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو كښې نزدې په 15 سكولونو كښې د يو نه تر دوولسم ټولګي 10000 ??فغ??ن زده كوونكي زده كړې كوي او دا د معياري تعليم او هنري زده كړو د لارې د ??فغ??نستان د سباٶن محفوظ كولو هڅې دي.
د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مېنځني ختيځ خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي اے پي پي سره په خبرو كښې په اسلامي هېوادونو ټينګار وكٍړو چې دوي خپل اختلافات ختم كړي، خپلې شخړې په سوله ايز ډول هوارې كړي او په بېلا بېلو څانګو كښې يو بل سره خپلې تجربې شريكې كړي، د سائنس او ټېكنالوجۍ په مېدان كښې دې مرسته زياته كړي او كومو بحرانونو سره چې اسلامي امت مخ دے، د هغې حل لپاره دې ??ه شريكه هڅې وكړي. ده ووئيل ??فغ??ن زده كوونكو ته معياري تعليم او د هنري زده كړو پروګ??ام ډېر لوي پروګ??ام دے، دا پروګ??ام به د دواړو اسلامي وروڼو هېوادونو په نزدېوالي كښې مه?? كردار ترسره كړي. دې اسلامي سكالر د پاكستان او ??فغ??نستان مشرانو ته ووئيل دوي دې په هغو منفي عناصرو ژور نظر وساتي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاٶ تريخوالي او غلط فهمو پېدا كولو هڅې كوي. ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې پاكستان په ??فغ??نستان كښې پرمختګ او خوشحالې لپاره تل د زړه له كومي په اخلاص سره هڅې كړي او ??فغ??نستان ئې د خوشحالې او پرمختګ په موقعو كښې شامل كړے. ده دا هيله څرګنده كړه چې ??فغ??ن مشران ، اولس او په خاص توګه ځوانان به د خپل هېواد خوشحالې لپاره مه?? كردار ترسره كړي.