اسلام آباد29جولائي (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزيرحماد اظهر وئيلي ديحكوم?? په برېښنا ?? چلېدونكو ګاډو بيعه كمولو او په هېواد كښې مېنوفېكچرنګ ته خاص پام ګرځولے،سږ كال به په هېواد كښې په برېښنا ?? چلېدونكو ګاډو جوړېدل پېل شي، رېګولېشن ، معيار ښه كو?? او د چارجنګ سټيشنز پحقله معاملې ګرانول نه غواړو، د ون ونډو او آن لائن آپرېشن د لارې دې په يوه اونۍ كښې د منظورۍ عمل بشپړولو ته پاملرنه وكړې شي، د اليكټرك ګاډ استعمال زياتېدو سره به په پټرول او ډيزل د درآمد مصرف كمېدو څخه د اربونو روپو زرمبادله بچت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيار?? په ورځ د نېشنل انرجي اېفيشنسي كنزروېشن اتھارټۍ (نيكا)مشاورتي وركشاپ ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئېل حكوم?? په برېښنا ?? چلېدونكو ګاډو بيعه ټيټولو او په هېواد كښې مېنوفېكچرنګ ته خاص پام ګرځولے٬ د اليكټرك وهيكل پاليسي ډېر ښه اثرات رامخې ته شوي٬ د دې پاليسۍ نه پس د ګاډو درآمدي بعيه ټيټه شوې او په ځائي توګه په برېښنا ?? چلېدونكو ګاډو جوړېدو پلو رجحان زيات شوے ۔ده ووئېل هيله مند يو چې سږ كال به په هېواد كښې په برېښنا ?? چلېدونكو ګاډو جوړېدل پېل شي۔د الېكټرك موټر بائيكس جوړېدل د وړاندې نه پېل شوي او اوس په بل پړاٶ كښې به په هېواد كښې نور آلات هم جوړولې شي۔ ده ووئيل دا يوه نوې ټېكنالوجي ده او د دې انفراسټركچر پلو پام كو??و ته اړتيا ده او په دې كښې چارجنګ سټيشنز اوانفراسټركچر كليدي حېثيت لري او په دې لړ كښې د نېشنل انرجي اېفيشنسي كنزروېشن اتھارټۍ (نيكا)كردار ډېر اهميت لري دغسې چې حفاظتي چارې كړې شي او د دې ګاډو استعمال له په هېواد كښې وده هم وركړې شي۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې نجي څانګې د اليكټرك ګاډو د چارجنګ انفراسټركچر جوړول پېل كړي٬ حكومت د دې بشپړه ډاډګيرنه كو??