اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د كېنسر په اړه خبرتيا او زر تشخيص سره به د مرض ??طرات په ??مېدو كښې مرسته وشي، په ??اكستان كښې د كېنسر په رنځ ??ښې اضافه كېږي او د دې مخ نيوي لپاره په ??خت تشخيص او د علاج معالجې مناسبې اسانيې ضروري دي. ده دا خبرې د نهې په ??رځ په ??ېواد كښې د كېنسر كېسونو او په خاص توګه د برېسټ كېنسر په اړه د بريفنګ د غونډې مشرې كولو په ??هال وكړې. په غونډه كښې د لاهور د كېنسر كيئر روغتون اېنډ ريسرچ سنټر چيئرمېن ډاكټر شهريار، پروفېسر ډاكټر اريشه زمان او پروفېسر ډاكټر نبيله شامي هم موجود وه. پروفېسر ډاكټر شهريار د بريفنګ په ??هال ووئيل چې په ??اكستان كښې هر كال تقريباً 3 لكه 53 زره كسان د كېنسر په رنځ اخته كېږي چې پكښې يوازې 71 زره رنځوران مناسب علاج معالجه لري او پاتې نور د دې څخه محروم پاتې كېږي. ده د خپل روغتون او ريسرچ سنټر كاميابې په ډ??ګه كولو سره ووئيل چې د ده اداره رنځورانو ته د علاج معالجې وړيا اسانيې وركوي. صدر مملكت د لاهور د كېنسر كيئر روغتون اېنډ ريسرچ سنټر د دې اسانيو ستائنه وكړه