اسلام آباد 16 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم ع??را?? خان وئيلي دي چې د پاكستان په تاريخ كښې به په وړومبي ځل د عيد مېلادالنبي صلی الله عليه وآله وسلم ??ياوړې چشن لمانځلې شي چې پكښې به ټول قوم په بشپړه توګه ګډون كوي، ربيع الاول هغه مباركه مياشت ده په كومه كښې چې زمونږ نبي حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم ??ړۍ ته تشريف راوړو، دا د بركتونو مياشت ده په كومه كښې چې الله تعالٰی خپل حبيب صلی الله عليه وآله وسلم دې نړۍ ته راولېږلو. د خالي په ورځ د عيدميلاد البني صلی الله عليه وآله وسلم ??ه اړه په خپل خاص پېغام كښې وزيراعظم ع??را?? خان ووئيل چې الله تعالٰی خپل حبيب حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم ته د رحمت اللعالمين خاص خطاب وركړے. حضور نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم د نړۍ د تاريخ تر ټولو لوي ليډر دے. ده ووئيل چې د ليډر تر ټولو لوي خ??وص??ت دا وي چې هغه خلق راټول كړي. ده ووئيل چې زما خواهش دے چې په عيد مېلادالنبي صلی الله عليه وآله وسلم كښې ټول خلق په بشپړه توګه ګډون وكړي. سږ كال د ربيع الاول په مياشت كښې بايد مونږ داسې جشن ولمانځو كوم چې زمونږ د قومي تاريخ تر ټولو پياوړے جشن وي چې واضحه شي چې د پاكستان په تاريخ كښې وړاندې كله هم چا داسې عيد مېلاد النبي صلی الله عليه وآله وسلم ??ه و لمانځلې. وزيراعظم ع??را?? خان ?? قوم په نامه په خپل پېغام كښې اولس، مېډيا او د اقليتونو پشمول ټول قوم ته په جشن ميلادالنبي صلی الله عليه وآله وسلم كښې د بشپړ ګډون كولو بلنه وركړه. ده ووئيل چې نړۍ به وګوري چې د پاكستان په تاريخ كښې د دې نه وړاندې كله هم په دې ډول د عيد مېلاد النبي صلی الله عليه وآله وسلم جشن نه و لمانځل شوے.