پېنډي 18اکتوبر(اے پی پی) پاكستان كښې د امري??ې ناظم الامور انجينلا مركز د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه س??ه ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د افغانستان په موجوده امنيتي وضعه اود بېلو څانګو په دوه اړخيزه اړيكو خبرې اترې وشوې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې په دې موقع سرلښكر ووئيل پاكستان د دوه اړخيزه اړيكو روايت په ځاې ساتل او امريكې سره د تل پاتې اړيكو خوښي لري۔د پاك پوځ سرلښكر د بشري بحران څخه بچ كېدو او د افغان اولس معاشي پرمختګ له د كوټلو هڅو لپاره د افغانستان په معامله پ?? نړيواله كچه د يووالي د ضرورت هم پخلے وكړو ٬ د امري??ې ناظم الامور د افغانستان په صورتحال او سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې او پاكستان سره په هره كچه د سفارتي مرستې لا بهترۍ لپاره ئې د خپل كردار ترسره كولو عزم څرګند كړو