آرومچي 07 ستمبر (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزي?? سناتور د كاريك انسټي ټيوټ پرانستې دستوره كښې ګډون له آرومچي ته ورسېدو۔د سنكيانګ صوبې ګورنر شهرت ذاكر د خزانې وزير ته هركلے اووئې او ده سره يې ملاقات ??كړو۔ده ووئيل چې د پاك چين ملګرتيا د نړۍ د كومو دوو هېوادونو ترمينځه تر ټولو غو??ه ملګرتيا ده۔ده ووئيل د خزانې وزير او د ده د پلاوي دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه بلكې د شن جيانګ او ګلګت بلتستان ا??لس ترمينځه مرسته لا وده ومومي۔ده ووئيل د كاريك انسټي ټيوټ جوړولو سره به د دواړو هېوادونو اولس د پرمختګ نوې لارې لټولو له او د څېړنې او معلوماتو يو بل سره د ګډولو پلېټ فارم په لاس راشي۔د خزانې وزير پھ مېلمستيا كولو د سنكيانګ ګورنر مننه كولو سره د كاريك انسټي ټيوټ كاميابه په پرانسته ده ته مباركي وركړه۔ده ووئيل د پاكستان ا?? چين ملګرتيا ته سياسي او اداره جاتي ملاتړ ترلاسه دې كوم چې د نورو هېوادونو سره د ملګرتيا نه بېل ډول دې۔ده ووئيل صوبه سنكيانګ د پاكستان قطبي سيمو ته نزدې ده او دا تاريخي٬كلتوري او تجارتي اړيكې رابطې لرونكې ده كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه ګيټ وے ګرځولو سره بايد دا لا قوي كړی شي۔ده د دواړو هېوادونو په پو??ه د پرتو ښارونو ترمينځه د رېل رابطو ته د ودې وركولو په حاجت هم زور راوړو۔د خزانې وزير په آرومچي كښې د حبيب باك لمېټډ څانګې پرانستلو په اجازه وركولو د ګورنر مننه وكړه