اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حکومت اولسي او سماجي پرمختګ له هر ممكنه هڅې كوي۔ پارلماني غړي دې خپلو حلقو كښې د روانو پرمختيائي منصوبو په وخت ترسره كېدل باوري كړي۔ ده دا خبره ساهيوال ډويژن سره تعلق لرونكو د م??لم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو سره ملاقات كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ وزیر اعظم آفس كښې ده سره ملاقات وكړو او ده سره ئې خپلو خپلو حلقو كښې د روانو پرمختيائي منصوبو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیر اعظم په ټاكلې نمائندګانو زور راوړو چې ??وئ?? دې اولس سره نزدې رابطه لري او د??وئ?? مسئلو حل له دې خپل كردار ترسره كړي۔ وزيراعظم سره ملاقات كوؤنكو كښې د قامي اسمبلۍ غړو كښې نديم عباس ربېرا ٬ چوهدری ریاض الحق، سید م??مد عاشق حس??ن شاہ، راؤ محمد اجمل خان، محمد م??ین وټو، سید عمران احمد شاہ ، چوهدری محمد اشرف، چوهدری محمد طفیل ،چوهدری محمد منیر اظهر ، سردار منصب علی ډوګر، سید م??مد اطهر حس??ن شاہ جیلانی او رانا زاهد حسېن شامل و۔ ملاقات كښی د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب هم موجود و۔