نیویارك 21 ستمبر (اے پی پی) د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار مسعود احمد خان وئېلي دي د مقبوضه كشمير اولس به د خپلې آزادۍ لپاره د حق خود ارادايت تحريك تر كاميابۍ روان ساتي٬د شخړيز كشمير حل ??پاره ملګري ملتونه مناسب فورم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستاني او كشميري كميونټۍ دستورې ته خپل خطاب كښې كړې۔سردار مسعود احمد خان ووئيل د شخړيز كشمير حل ??پاره ملګري ملتونه يو ښه او مناسب فورم دے چې د كومو قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل ??ېدې شي او و??ت راغلې چې ملګري ملتونه د كشمير حل ??پاره په هند فشار واچوي ځكه چې ملګرو ملتونو ته د كشمير په اړه قراردادونو ته د نړيوالو مشرانو ملاتړ ترلاسه دے۔ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د هند څخه د خپلې آزادۍ او حقونو ترلاسه كولو تحريك روان ساتلو حق لرې۔ده ووئيل مونږ د كشمير مسئلې پرامن حل غواړو۔د آزاد كشمير اولس او پاكستانے قام د خپلو مظلومو كشميريانو وروڼو سره زلاړ دے