اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړو د امريكائي اولس مشر لخوا مقبوضه بېت المقدس د اسرائيل پايه تخت تسليمولو د پرېكړې غندنه كولو سره وئيلي دې د ټ??مپ اقدام د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو سنګينه خلاف ورزي ده٬ بايد اسلامي هېوادونه يو موټې شي او امريكې ته ځواب وركړي٬ اسلامي هېوادونه دې د امريكې سفيران وشړي٬ د چين ٬ روسيې ٬ اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو لخوا د امريكې د پرېكړې په ضد غبرګون د ستائنې وړ دے٬ مقبوضه كشمير او فلسطين كښې زياته رياستي ترهه ګري كېږي٬ د امريكائي اولس مشر پرېكړه د درېم عظيم جنګ پېش خېمه ثابېتېدې شي٬ اسلامي هېوادونه دې په امريكې تېل بند كړي٬ پاكستان دې په دې معامله قائدانه كردار ادا ك??ي۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونده كښې د غړو لخوا د امريكائي اولس مشر لخوا مقبوضه بېت المقدس د اسرائيل پايه تخت تسليمولو د پرېكړې غندنه كړې ده ۔ د پيپلز ګوند پارلماني لارښود سيد نويد قمر ووئيل د اسلامي تاريخ توره ورځ ده او د امريكائي سفارت مقبوضه بېت المقدس ته د منتقل كېدو به بې شمېره اثرات رامخې ته شي٬ مسلمانان انتشار سره مخ دي او د يو بل په ضد اتحاد كوي چې ګټه ترې د اسلام دښمنان پورته كوي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د سياسي اختلافاتو باوجود د فلسطين او كشمير په كشاله دا اتفاق لرو٬ لوېديز هېوادونه د امريكې د دې اقدام مخالف دې۔ ده ووئيل حكومت د پاكستاني اولس د جذباتو ترجماني كولو سره سمه پرېكړه كړې او د دې اقدام ئې غندنه كړې۔ مولانا امیر زمان ووئيل د ټ??مپ اقدام د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو سنګينه خلاف ورزي ده ۔ ده ووئيل ملګري ملتونه د كشمير او فلسطين په مسئله خپل قراردادونه نشي عملي كولې۔ ده ووئيل اسلامي هېوادونه دې په امريكې تېل بند كړي٬ پاكستان دې په دې معامله قائدانه كردار ادا ك??ي۔ صاحبزادہ طارق اللہ ووئيل ټرمپ د اسلام د دښمنۍ يو بل ثبوت وركړې خو دې پرېكړې سره به ټوله اسلامي نړۍ يو موټې شي٬ ده ووئېل د چين ٬ روسيې ٬ اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو لخوا د امريكې د پرېكړې په ضد غبرګون د ستائنې دے۔ ده ووئيل امريكائي سفير دې رابللو سشي او د ټ??مپ د پرېكړې په ضد احتجاج سره سره د پاكستاني اولس د لخوا د سخت غبرګون نه دې خبر كړې شي ۔ حاجی غلام احمد بلور ووئيل د امريكائي اولس مشر پرېكړه د درېم عظيم جنګ پېش خېمه ثابېتېدې شي۔ محمد اعجاز الحق ووئيل د ټ??مپ پرېكړې نه پس د مسلمانانو امتحان دے چې ھغوي اوس هم يو موټې كېدې شي او كنه ٬ مقبوضه كشمير او فلسطين كښې زياته رياستي ترهه ګري كېږي۔ ده ووئيل د غندنې قرارداد منظورۍ نه هېڅ نه جوړېږي پاكستان له پكار دي چې ھغه په دې معامله قائدانه كردار ولوبوي۔ آفتاب احمد شېرپاؤ د ټ??مټ د پرېكړې غندنه كولو سره ووئيل دې سرې ټوله اسلامي نړۍ ځپلې شوې او دې سره به اړي ګړې لا زيات شي۔