اسلام آباد 17جنوری (اے پی پی)وفاقي خارجه وزير خواجه محمد آصف پھ سپينو ټكو وئيلي دي پاكستان به د خپلې قامي ګټې كله هم سودا ونه كړي٬ امريكې سره پھ اړ??كو كښې توازن په ځاې ساتلو له هڅه كوو٬پاكستان د امريكې د مرستې نه ب??ېر خپل مقام جوړولې شي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د خارجه چارو لپاره د سې??ېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې كړی۔د غونډې مشري سناتورې نزهت صادق كوله او سناتور فرحت الله بابر٬عائشه رضا فاروق٬ كريم احمد خواجه٬ مشاهد حسېن سيد٬ حاجي معين خان آفريدي٬ خارجه چارو سې??تر او كابينه ډويژن سې??تر غونډه كښې ګډون كولو۔خارجه وزير غونډې ته ووئيل امريكې سره پھ اړ??كو كښې توازن په ځاې ساتلو له هڅه كوو او حكومت دا واضحه كړې چې پاكستان د امريكې د مرستې نه ب??ېر خپل مقام جوړولې شي ٬ ده ووئېل پاكستان به د خپلې قامي ګټې كله هم سودا ونه كړي۔خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښې د امريكا ناكامۍ لپاره په پاكستان بې بنسټه تورونه لګولې شي۔ده ووئيل د پاكستان د افغان كډوالو بيا ستنېدو او افغانستان سره بارډر منيجمنټ په اړه د كار خوښي لري۔ده ووئيل چين سي پيك تر افغانستان پراخه كولو له خوښۍ څرګنده كړی او پاكستان د چين پروژې بشپړه مرسته كوې۔د كمېټۍ چيئرمېن او غړو د پاكستان په ضد د امريكائي اولس مشر ټرمپ بيان په ردعمل كښې د خارجه وزير سخت مؤقف ستائنه وكړه۔ كابينه ډويژن په ??ېر ملكي پوهنتونونو كښې د 14 خالي پاكستاني ??وكو تعيناتۍ په اړه كمېټۍ ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔