ملګري ملتونه 09 مارچ(اے پي پي)پاكستان افغان دولت او طالبانو ته وئېلي دي چې هغوي پھ هېواد كښې پائيدار امن لپاره د خبرو اترو د نوې موقعې څخه اس??فاده وكړي٬د افغان اولس مشر اشرف غني وړاندېز د باور وړ د امن عمل مخ په وړاندې بو??لل?? له موقع ده ٬پاكستان به په دې باوقاره سوله ايز عمل پېشرفت كښې خپل كردار ترسره كوي۔دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل اس??ازې ډاكټر مليحه لودهي د سلامتي كونسل غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ډاكټر مليحه لودهي ووئيل افغان اولس مشر اشرف غني طالبانو ته د خبرو غېر مشروط او باوقاره وړاندېز كړې۔دا وړاندېز د امن عمل مخ په وړاندې بو??لل?? له موقع وركوي٬ هغې ووئېل نړيوالې ټولنې هم په افغانستان كښې د افغانانو په مشرۍ كښې د خبرو اترو د لارې د مسئلې ح?? كولو ملاتړ كړې۔پاكستان به د دې عمل په ??رم??تګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔مليحه لودهي طالبانو ته غږ وكړو چې هغوي تشدد پرېږدي او په خبرو كښې شامل شي۔پاكسانې اس??ازې په دې موقع د افغان مېرمنو د بنيادي حقونو بشپړ ملاتړ وكړو او وې وئېل د افغان مېرمنو په حقونو بريد د ټولې نړۍ د مېرمنو په حقونو بريد دے۔ سلامتي كونسل د دې غونډې مشري د هالينډ د تجارت او ??رم??تګ وزيرې سكرډ كاګ وكړ