بنو 13 جولائی (اے پی پی) د جے یوآئی (ف) مرکزی لارښود اک??م خ??ن دراني قافلې سره نزدې د بمي چاٶدنې په نتيجه كښې د دوو ماشومانو پشمول 5 كسان مړه او د څلور پوليس اهلكارو پشمول 35 كسان ژوبل شوي دي خو اكرم خ??ن درانې په دې پېښه كښې روغ پاتې دے ۔ د پولیس له مخې جے يو آئي (ف) مركزي لارښود او پخواني وفاقي وزير اک??م خ??ن دراني د جمعې په ورځ د حوېد تهاڼې بنو په حدود كښې په انتخابي جلسه كښې د ګډون نه پس كاركنانو سره د قافلې په شك?? روان ٶ چې د سړك په غاړه په موټرسائيكل په ځائ كړې بم بلاسټ شو او د چاٶدنې په نتيجه كښې ګاډو او نزدې دوكانونو ته زيانو ورسېد٬ ژوبل شوي كس??ن د بنو روغتون ته منتقل كړې شوې چې پكښې د لسو كسانو حالت انديښمن ښودلې شوې۔ پوليس له مخې په چاودنه كښې 8 كلوګرامه چاٶدنېدونكې توكې كارولې شوې او په بريد كښې اكرم خ??ن دراني هدف ٶ خو ھغه روغ وتې۔ په چاٶدنه كښې د پوليس اهلكار حضرت بلال ٬ زرولي ٬ سردار خان او عمر نواز ژوبل شوي ۔ د يادونې وړ ده اكرم خ??ن درانې په اېن اے 35 د اېم اېم اے نامزد كانديد دے او د هغه مقابله د پي ټي آئي مشر عمران خان سره ده۔ په دې حلقه كښې تېره ورځ د حلقه پي كے 89 څخه د جے يو آئي (ف) د كانديد په قافله هم د موټرسائيكل د لارې بمي بريد شوې ٶ چې پكښې 8 كسان ژوبل شوي وو