کوئټه ۔04 اګست( اے پی پی) د بلوچستان لنډ مهاله اعلی وزير علاﺀ الدين مري وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد پو??يس فورس په لويه كچه د ځانونو قرباني وركولو سره صوبه كښې امن په ځائې كړې۔ د شهيدانو وينه په مونږ قرض ده۔ اوږدې مودې څخه د پو??يس په ځنډولې شوې سمرۍ به ورځ دوه كښې عملدرآمد وكړې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ پو??يس لائنز كوئټه كښې يوې دستورې ??ه خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د بلوچستان ګورنر محمدخان اچكزئۍ ٬ لنډ مهاله صوبائي وزيرانو او د آئي جي پو??يس په ش??ول ??ورو چارواكو ګډون وكړو۔ دستورې ??ه خپل خطاب كښې اعلی وزير ووئيل پولیس په نره د ترهګرو مقابله كړې مونږ د پو??يس شهيدانو احسان كله هېرولې نه ش??و۔ ده ووئيل نن مونږ دې دستوره كښې دوئي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له موجود يوو۔ ده باور وركړو چې د پو??يس اپ ګرېډېشن په ځنډولې شوې سمرۍ به ورځ دوه كښې عملدرآمد وكړې شي۔ آئی جی پولیس محسن حسن بټ دستورې ??ه خپل خطاب كښې 16 كلونو څخه د شدت خوښو په ضد جنګ كښې د بلوچستان پو??يس په كاركردګۍ رڼا واچوله۔ ده ش??يدانو ته د عقيدت پېرزوينې هم وړاندې كړې۔ ده ووئيل كال 2002 څخه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د بلوچستان 880 افسران او اهلكار شهيد شوي دي۔