اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) نوي ټاكلي شوي دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوري وئيلې دي په ما چې د كوم د باور څرګندونه شوې هڅه به كوم چې د ھغې خيال وساتم ٬هيله ده چې د بلوچستان محرومۍ به لرې كړې شي او سي پېك كښې به بلوچستان له ِخپله برخه وركړې شي٬ مونږ به خپل مرور بلوچ روڼه قامي چوكاټ ته بېرته راولو۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ د دوهم سپيكر په تو??ه د سوګند پو??ته كولو نه پس خبرو ده ووئيل ?? قامي اسمبلۍ د ټولو غړو چې پكښې اتحاديان هم شامل دي مننه كوم۔ ده ووئيل ?? مولانا اسد محمود هم مننه كوم چا چې زما مقابله وكړه او په دوېم لمبر پاتې شو۔ ده ووئيل په خاص تو??ه د تحريك انصاف د چيئرمېن عمران خان مننه كوم چا چې بلوچستان څخه زما انتخاب كړې چرته چې څښلو پاكې اوبه هم نشته۔ ده ووئيل ?? ټاكنو په ورځ په كوئټه كښې 41 كسان شهيدان كړې شوې خو د ېرې نه غېر ووټ اچولو سره اولس د دښمن منصوبه ناكامه كړې۔ ده ووئيل ??لوچستان 44 فيصده رقبه لري او لوي څښتن ورته ډېر قدرتي وسائل وربخښلي دي۔ ده ووئيل ??لوچستان تل لكه د يوې كالونۍ كارولې شوې مونږ به بلوچ قام ته خپل حق وركوٶ او هلته به امن راولو۔ ده ووئيل ??لوچستان كښې د مذهب په نامه كركه خپرولې شي مونږ به په خاص تو??ه بلوچستان ته پاملرنه كوٶ او دا به د معيشت دروازه جوړو٬ د صحت بنيادي آسانۍ به وركوٶ٬ د اتم اګست د وكيلانو قيادت ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل يو نوې بلوچستان به جوړېږي٬ په سي پېك كښې به بلوچستان ته خاص پاملرنه كولې شي٬ زه به د خپلې صوبې حقونو لپاره جنګ كوم