واشنګټن 21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ??ئي??ي دي چې پاكستان د ترهګرې په ضد جنګ كښې فعاله شراكت دار دے٬ پاكستان افغانستان سره په پوله په سختو سيمو كښې د شدت خوښو لخوا كارول كېدونكي ټول پټنځايونه له مېنځه وړي۔ ده دا خبرې نيويارك ټائمز سره په ??وه مركه كښې كړې دي كو??ه چې د شورو په ورځ خپره شوې۔ وزيراعظم څوك چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ګډون كولو په لړ كښې په نيويارك كښې دے٬ و??ئي?? چې په پاكستان كښې دا تاثر دے چې د ترهګرې د لعنت په ضد سره د ټولو هڅو د امريكې لخوا د پاكستان ډاډګېرنه نه ده شوې او زمونږ د قربانې بېزه جوړول كېږي۔ ده و??ئي?? چې مونږ د ترهګرې په ضد فعاله شراكتدار يو٬ دلته دا خبره د ذكر وړ ده چې لكه څنګه چې په امريكائي مېډيا كښې رپورټ شوې چې د پاكستان په اړه د امريكې نوې پاليسي او د هند په پلو د هغې په ټېټېدلو په هېواد كښې سخت غبرګون موندل كېږي او تجزيه كوونكو خبردارې وركړې چې د امريكې د نوې پالېسې د ګارګر كېدو امكان نشته او دې سره به په افغانستان كښې د امن مقصد په ترلاسه كولو كښې مشكل پېدا شي او له بلې خوا پاكستان كوم چې د ترهګرې په ضد نړيوال جنګ كښې لوي قيمت ادا كړے٬ څو ځله په دې خبره زور وركړے چې هغه د ترهګرو په ضد د كوم فرق نه بغېر كارروائي كوي او انتهاخوښي عناصر په تښته دي او هغو په ګاونډي هېواد افغانستان كښې پناه اخيستې۔ وزيراعظم نيويارك ټائمز سره په مركه كښې و??ئي?? چې د پاكستان وسله والو ځواكون?? افغانستان سره په پوله په سختو سيمو كښې د شدت خوښو لخوا كارول كېدونكي ټول پټنځايونه له مېنځه وړي۔ شاهد خاقان عباسي په سپيو ټكو كښې و??ئي?? چې د پاكستان پوځ په سيمه بېرته كنټرول ترلاسه كړے او اوس د ترهګرې هېڅ ??وه اډه نشته۔ نيويارك ټائمز د وزيراعظم په اړه ??ئي??ي دي چې پاكستان سره ټېكټيكل نيوكلير وسله نشته۔ ده و??ئي?? چې پاكستان سره مختصر فاصله ويشت??نك?? نيوكليئر وسله ده كو??ه چې د جنګ په مېدان كښې كارولو لپاره نه ده ډيزائن كړې شوې او دا په سخت حفاظتي كمانډ اېنډ كنټرول كښې ده۔