اسلام آباد 14 نومبر (اے پی پی) د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرال زبیر محمود حیات وئيلي دي چې په سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلې امن د كشمير شخړې د حل كولو نه غير نه شي راتلې۔ ده د نهې په ورځ په ځائي هوټل كښې د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټېټیوټ (اپری) تر سيورې لاندې ’’په سوئيلي اسياﺀ كښې سيمه ايزې ډلې او تذویراتي خدشات‘‘ په سرخط دوه ورځنې نړيوال کنف??نس ته خطاب کولو۔ د هېنس سائیډل فاؤنډېشن (ایچ اېس اېف) په اشتراك جوړ شوي دې کنف??نس ته خپل خطاب کښې جنرال زبیر محمود حیات ووئيل د سوئيلي اسياﺀ منطقه د پاك هند اړيكو د نازك نوعیت څخه عبارت ده۔ د تذویراتي غلطو كوم امکان لرې كولو له د كشمير د مسئلې حل اهميت لري۔ ده ??وئيل د نړيوال امن او سوكالۍ د سباؤن د امکاناتو تعین به په اسياﺀ كښې كېږي۔ د امریکې او چین سيمه په جیو ستراتيجكي سمت د اثر انداز كيدو په اړه بنیادی کردار لري۔ جنرال زبیر محمود حیات ووئيل نړيوال طاقتونه د لوړ عزم په سبب سيمه كښې خوښې لري۔ ده ??وئيل په ریاستی رویه اثر انداز كيدو له اجتماعی بیانیې كارولې كېږي۔ ده ??وئيل سيمه ايزو رابطو له افغانستان مهم دے او مينځني اسياﺀ لپاره د ګيټ وے حیثیت لري۔ په افغانستان كښې عدم استحکام سره د سيمه ايزې هم??ږۍ په لاره كښې خنډان پېدا شوي دي۔ ده ??وئيل افغانستان كښې د عدم استحکام په وجوهاتو كښې تشدد، لسانی تقسیم، کمزور ګورننس او وار لارډ ازم او د نشه اې توكو قاچاق شامل دي۔ ده ??وئيل پاکستان به افغانستان سره د ملګرتيا اړيكې روانې وساتي، افغانستان كښې بد امنۍ سره پاکستان ځپل كېږي۔ د هند په اړه خپلو خبرو كښې جنرال زبیر محمود حیات ووئيل هند په مقبوضه کشمیر كښې د ظلم انتها كړې او د پاکستان په اړه د هند رويه مخاصمانه ده۔ هند د کشمیر ځائې تحریك ته د طاقت استعمال، د بشري حقونو خلاف ورزیو، آبرو ریزی او تشدد د لارې زيان رسوي۔ د پیلټ ګنز د لارې 7700 کشمیریان په جزوی توګه ړانده ??ړې شوي۔ په 2017ء كښې هند پھ لائن آف کنټرول د سیز فائر 1200 خلاف ورزې كړې دي۔ د دې څخه وړاندې د ’’اپري‘‘صدر پخوا??ي سفیر عبدالباسط هم خطاب وكړو او د پاکستان په خارجه پالیسۍ ئې رڼا واچوله ۔ ده ??وئيل بايد پاکستان او افغانستان تورونه لګول بند كړي او مفاهمتی عمل مخ په وړاندې بوتللو له جدي هڅې وكړي۔ ده ??وئيل مونږ د جمو او کشمیر پشمول ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې په حل كولو كښې خوښې لرو