اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئېلي دي چې اولس ته د روغتيا ښه آسانۍ وركولو له نورې 15 ضلعې د وزيراعظم قامي روغتيا پ??وګرام برخه جوړولې شي۔ دې د نهې په ورځ د وزيراعظم د قامي روغتيا پ??وګرام جاج اخستو غونډې مشري كوله۔غونډه كښې د هېلت وفاقي سېكتر نوید کامران بلوچ، د هېلت ډي جي ډاکټر ??سد حفیظ، د پروګرام ډائرېكټر ډاکټر فیصل ارفاق او د سټیټ لائف افسرانو ګډون وكړو۔په دې موقع دې ووئيل چې د وزيراعظم د قامي روغتيا پ??وګرام د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويې پروګرام دې٬ د دې دائره تر ګ??د هېواد خپرولې شي او د دې پروګرام تر سيوري لاند?? به د بې وسه رنځورانو په درملنو كښې هېڅ كولې نه شي۔ وفاقي وزيرې هدايت وكړو چې په ټول پاكستان كښې دې نورو 15 ضلعو كښې په كومو كښې چې مظفر ګړھ، لیه، لودھراں، ملتان، راجن پور، ډی جی خان، میانوالي، بھکر، خوشاب، بهاولنګر، بهاولپور او حافظ آباد ، د سندھ نوشھرو فیروز او د بلوچستان قلعه عبدال??ہ او خضدار شامل دي كښې د روغتيا پ??وګرام دې په سمدستي توګه پیل كړې شي۔ دې ووئيل د دې پروګرام تر سيوري لاند?? به په 15 ضلعو كښې نزدې 15 لكه كورنۍ د درملنو وړيا آسانيو څخه استفاده كوي