اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پ??) د موسمياتي بدل??ن وفاقي وزير مشاهد الله خان وئيلي د ماحولياتي بدلون آغيز مخنيوي له به ټولو هېوادونو له هڅې كول وي٬ پاكستان د دې مسئلې شدت څخه ښه خبر دے۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په و??ځ په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) كښې سينئر خبريالانو سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د دې مسئلې په شدت ښه پوهه دے۔ د ماحولياتو تحفظ لپاره صوبائي حكومتونو سره په ګډه په كوټلې توګه كار كوٶ۔ ده ووئيل بني ګاله كښې بوټېنيكل ګارډن جو??ېږي او د دې د چارديوارۍ كار به په لس??ه جنورۍ پېل شي ٬ دې كښې به د اوبو تالابونه او د مرغو او ځناورو د استوګنې ځايونه هم جو??ولې شي۔ ده ووئيل دا به د نړيوال معيار ګارډن وي۔ وفاقي وزير مشاهد الله خان ووئيل د دې منصوبې په جو??ېدو كښې به د اته نه تر لس كاله و??ت لګي۔ په دې موقع پي آئي او سليم بېګ هم موجود ٶ