اسلام آباد ۔ 04 جنوری (اے پی پی) پاكستان او جاپان د اعلی كچې پلاويو تګ راتګ او افغانستان كښې د اوږدې مودې امن له كار جاري ساتلو ته سلا شوي دي ۔ دا سلا د زيارت په ورځ د خ??رجه وزير خواجه محمد آصف او د ده جاپاني ه??څنګ ترمينځه ملاقات كښې راغلې۔ د خ??رجه دفتر وياند ترمخه د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ په سيمه ايزو او نړيوالو او په خاص توګه افغانستان سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ په دې مهال خارجه وزير خواجه آصف سوليئز ٬ مستحكم او محفوظ افغانستان او د افغان اولس او افغان حكومت په مشرۍ كښی د مصالحتي عمل ملاتړ كولو له د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔خواجه آصف خپل جاپانې همڅنګ د سي پېك د لارې د سيمه ايزو رابطو او پرمختګ كښې د زياتوالي او د ترهګرۍ مخنيوي له د پاكستان د هڅو په اړه خبر كړو۔ د جاپان خارجه وزير تارو كونو د ترهګرۍ ??ه ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ وستائلې او د ترهګرۍ او شدت خوښۍ ??ه ضد جنګ كښې ئې د نړيوالې مرستې په حاجت زور راوړو۔ د جاپان خارجه وزير مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د هندي زور ظلم او زياتي ٬ د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو او د اېن اېس جي غړيتوب له د پاكستان اهليت څخه هم خبر كړې شو