اسلام آباد ۔ 18 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي عمران خان پارلمان ته كنځلې كولو او په غېر جمهوري ډول اقتدار ترلاسه كولې نه شي۔ په دې د ټول اولس سر شرم څخه ټيټ شوې۔ يو کېنېډین وګړي مذهب د لوټ مار وسيله جوړه كړې۔ دده په ضد بايد تحريك ??ست??قاق را??ړلې شي او دې بايد را??بللې شي۔ كه نه راځي نو بيا دې لاس نيولې را??ستلې شي۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې خواجه آصف ووئيل تېره ورځ لاهور كښې د مخالفو ګوندونو جلسه وشوه۔ ټكونه كول د اپوزېشن حق دے ولې ادارو ته د كنځلو كولو حق څوك هم نه لري۔ څلور كاله وړاندې چې كله ددې ګوند غړو ??ست??فاګانې وركړې نو سپيكر ته ووئيلې شو دا منظور نه كړې۔ په دې مهال دوئي مراعات ترلاسه كړل۔ كله چې د چندې وركولو وخت را??ې نو ټولو غړو چنده وركړه د دوئي لارښود چنده هم و??نكړه ده ووئيل پارلمان ته كنځلو كولو لړۍ روانه پاتې كېدې نه شي۔ زمونږ فرض دي د آئيني ادارو د تقدس دفاع وكړو۔ ددې ادارو نه غېر د سي??ست??انانو هېڅ حېثيت نشته۔ د پي پي پي مشرتابه او د مسلم ليګ (ن) مشرتابه قربانۍ وركړې دي۔ وړاندې ئې هم په كنټېنر پارلمان ته كنځلې كړي او اوس هم كوي۔ چې د كوم ايوان د قائد جوړېدو خوب ويني هم هغې ته كنځلې كوي۔ پنجاب كښې را??خې ته شوې پېښه سياسي مسئله جوړولو له كاروي۔ په داسې پېښو د ټول قام سر د شرم څخه ټيټ شوې۔ ده ووئيل پارلمان تر ټولو مقتدر آئيني اداره دې كه مونږ ددې ادارې د تقدس خيال نه ساتو نو بيا دې د كومې هم ادارې د تقدس هيله و نه لرلې شي۔ ده غوښتنه وكړه چې تحريك ??ست??قاق بايد منظور كړې شي او په دې ?? ابلاغ ذريعو په وړاندې كاروائي وكړې شي۔