واشنګټن 18 جنوري (اے پي پي) خار??ه وزير شاه محمود قريشي د امريكې خارجه سېكتر مائيكل پومپيو سره ملاقات وكړو. په امريكا ??ښې د پاكستان د سفارت ??خوا ترلاسه شوې خبر پاڼې له مخې د دو??ړو مشرانو ترمېنځه په سټېټ ډيپارټمنټ كښې ملاقات شوے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې دي. په دې موقع خار??ه وزير د هند لخوا په مقبوضه جمو او كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې په ډاګه كولو سره په منطقه كښې امن لپاره د هند او پاكستان ترمېنځه د بنيادي كشمير شخړې په حل زور راوړو. ده ووئيل چې هند د تېرو پنځو مياشتو نه 80 لكه كشميريانو د كرفيو د لارې محصور كړي دي. ده ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې تر هغه وخت امن نه شي راتلې چې د كشمير مسئله د 80 لكه كشميريانو د رائې او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې نه وي حل كړې شوې. خار??ه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د امريكې خار??ه وزير د اېران او د سعودي دو??ې په مهال د ملاقاتونو د تفصيلاتو نه هم خبر كړو. شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان په منقطه كښې امن او استحكام غواړي او په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره خپل كردار ادا كولو ته پوخ عزم لري.