دوحه 29 فروری (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي او ?? تركيې خارجه وزير مولود چاوش اوغلو ترمېنځه د خالي په ورځ په دوحه كښې ملاقات شوے. د ملاقات په مهال په شريكو اړيكو او ?? افغانستان د سولې په عمل خبرې شوې دي. په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د امن تړون د افغانستان بيا رغونې او ??حالې لپاره په ګډه د كار كولو موقع وركړې. دواړو خارجه وزيرانو په دې اتفاق وكړو چې دائمي امن او ??ستحكام لپار?? به افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د مرستې ضرورت وي. ده د تركيې خارجه وزير سره په سوريه كښې د ترك عسكرو په شهادت غمرازي هم وكړه. په دې موقع د تركيې خارجه وزير ووئيل چې تركي?? به د كشمير په مسئله خپل غېر مشروط ملاتړ روان ساتي.